حیرتانو کې د تېلو ۶ چاڼ‌ځایونو کار ځنډول شوی

د بلخ ولایت د حیرتانو په سوداګریز بندر کې د تېلو د ۶ چاڼ‌ځایونو کارونه درول شوي دي.

په بلخ کې د حیرتانو د نفتي توکیو رییس نجیب‌الله مبین سلام‌وطندار ته وویل، د حکومت د نه ملاتړ او د بې‌کیفیته تېلو واردولو له کبله د یادو چاڼ‌ځایونو کارونه درول شوي دي.

د نوموړي په وینا، بازار ته په قاچاقي توګه د واردېدونکیو تېلو بیه د چاڼ‌ شویو هغو په پرتله ټیټه ده؛ نو د دې لپاره چې د چاڼ‌ځایونو مسوولانو ته زیان وا نه وړي، خپل فعالیت یې درولی دی.

د حیرتانو په سوداګریز بندر کې د چاڼ‌ځایونو د فعالیت په درېدلو سره نږدې ۳ زره کارګر وزګار شوي دي.

په حیرتانو کې د غضنفر ګروپ د چاڼ‌ځای پانګه‌وال محمدابراهیم غضنفر سلام‌وطندار ته وویل، په افغانستان کې اومه توکي نه‌شته او هغه چې له بهره راواردېږي، په لوړه بیه محصول کېږي او همدا لامل دی چې په بازار کې سیالي نه‌شو کولای.

په همدې حال کې یو شمېر پانګوال چې د حیرتانو په سوداګریز بندر کې یې په خصوصي برخه او د تېلو په چاڼ‌ځایونو کې پانګونه کړې وايي، که حکومت ورسره په دې برخه کې همکاري و نه‌کړي، له هېواده به خپلې پانګې وباسي.

هرات کې د تېلو دویم چاڼ‌ځای جوړ شو

په حیرتانو بندر کې یوه سوداګر جمیل ځاځي په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې یاد چاڼ‌ځایونه فعالیت نه‌کوي او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، سوداګر به د خپلو پانګو اېستو ته اړ شي.

د بلخ چاڼ‌ځایونه څلور کاله وړاندې د قشقري او امو سیند په سیمو کې د تېلو چاڼ لپاره جوړ شول. د حیرتانو سوداګریز بندر د مسوولانو په وینا، د هر چاڼ‌ځای پر جوړولو ۵۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام