له قطر نه راستانه شوي خبریالان وايي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته یې مراجعه کړې او په رسمي توګه یې ترې غوښتي چې باید قطر ته د سولې په سفر کې برخه ولري.
خبریالان وايي، له سفر دوه ورځې وړاندې ورته د چمتوالي نیولو ترڅنګ، ویل شوي و چې قطر ته تلونکي خبریالان به د شپې تر ۱۲ بجو پورې پيغام ترلاسه کړي، خو په وینا یې، یاد پیغام ډېر لږ شمېر خبریالانو ته استول شوی دی.
د خبریالانو په خبره، پاتې خبریالانو ته ویل شوي چې کولای شي قطر ته د تلو لپاره خپل تیاری ونیسي او په خپل شخصي لګښت ولاړ شي.
خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوه چارواکي دغه ستونزه هواره کړه او ټولو خبریالانو اجازه ترلاسه کړه چې قطر ته سفر وکړي.
یو خبریال د نوم نه ښودلو په شرط وايي، قطر ته له رسېدو وروسته یې پاسپورټونه اخیستل شوي او دوی نه شوای کولای په هغه هېواد کې ازاد وګرځي.
دغه خبریال زیاتوي، په قطر کې د طالبانو او افغان دولت پلاوي په جلا جلا هوټلونو کې اوسېدل او دغه کار لامل شو چې دوی په سمه توګه مالوماتو ته لاسرسی و نه لري.
د هشت صبح ورځپاڼې خبریال وحید پیمان وايي، د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو له پرانستونکې غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي چې که غواړي د سولې خبرې اترې تر پوښښ لاندې ونیسي؛ نو باید بېرته افغانستان ته ولاړ شي، بیا ویزه واخلي او په وینا یې، که دغه کار وکړي، دوه اوونۍ به په قطر کې کورنټین شي.
پیمان زیاتوي، د غونډې په څنډو کې ډېرې خبرې وې، خو د حکومت همغږي کوونکي ټیم خبرداری ورکړی چې ښايي د دغو څنډو افشا کول د خبرو اترو پروسې ته زیان ورسوي.
قطر ته د سلاموطندار استول شوی خبریال شاهحسین رسولي وايي، حکومت ورته ویلي چې یوازې ۵ ورځې په قطر کې پاتې کېدای شي، په داسې حال کې چې د دوی وېزې د یوې میاشتې وې.
رسولي دغه راز وايي، د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ورته ویلي چې که له ۵ ورځو ډېر په قطر کې پاتې شي، هېڅ ډول هکاري به ورسره و نه شي.
دغه راز د ایران انټرنشنل خبریاله نرګس هورخش وايي، د افغانانو ترمنځ د خبرو ځای ته هېڅ ډول لاسرسی نه لري او ان د هغه هوټل په شاوخوا کې هم نه پرېښودل کیږي چې خبرې اترې پهکې روانې دي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال واحد حیدري یو بل خبریال دی چې په قطر کې پاتې دی. هغه وايي، تر اوسه نه دی بریالی شوی چې د مرکچي پلاویو له غړیو سره مرکه وکړي.
په قطر کې د افغان سفارت فرهنګي مسوول ضیا شریعتي سلاموطندار ته ويلي، په قطر کې د افغانستان سفارت هڅه کړې چې خبریالانو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
شریعتي زیاتوي، د قطر حکومت خبریالانو ته د ۷۲ ساعتونو پاتې کېدو وخت ورکړی او که کوم خبریال له دې زیات هلته پاتې کېږي، باید د قطر د حکومت شرایط ومني او دغه شرایط د خبریالانو لپاره ډېر سخت دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی اجرايوي رییس مجیب خلوتګر وايي، د افغانستان او قطر حکومتونه باید د نړیوالو ژمنو له مخې خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وڅاري.
خلوتګر زیاتوي، قطر یوازې پر هغو ژمنو عمل کوي چې له طالبانو سره یې کړې دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول صدیقالله توحیدي له سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي، حکومت ژمن دی چې خلکو او رسنیو ته مالومات ورکړي او د افغان حکومت مرکچي پلاوی خپل ویاند لري چې باید هره ورځ خبریالانو ته مالومات ورکړي.
توحیدي زیاتوي، د خبریالانو د بیا استولو په اړه هم له حکومت سره خبرې شوي او ډېر ژر به یې پایله روښانه شي.
د رسنیو برخې د حقونو یوشمېر کارپوهان وايي، د خبریالانو په نه موجودیت کې د سولې خبرواترو پروسې دوام د منلو نه دی او په ډېر احتمال سره ښايي د نوي نسل لاستهراوړنې پهکې قرباني شي.