د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبراغا قطر کې د بینالافغاني غونډې سبوتاژولو په اړه یوې غونډې ته وویل، هېواد کې د سولې تامېنېدلو لهپاره قرباني ورکولو ته اړتیا ده او افغانحکومت باید دې برخه کې قرباني ورکړي.
ده وویل، ولسمشر د سولې ټینګښت په برخه کې خنډ رامنځته کوي او د هغه په لېرې کېدلو سره هېواد کې سوله راتلی شي.
خو ښاغلی اکبراغا له واکه د ولسمشر له لېرې کېدلو وروسته د ناوړو پایلو او د سولې راتللو څرنګوالي په اړه څه نه وايي.
د هغه په وینا، د ولسمشرۍ تر ټاکنو باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.
پر همدې مهال د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي دې غونډې ته وویل، تر بل هر وخت زیات د سولې لهپاره شرایط برابر شوي ځکه دي چې د حکومت کاري موده پای ته رسېږي.
ښاغلی احدي د سولې په اړه د امریکا او طالبانو دریځ مثبت بولي او وايي، ښه به دا وي چې طالبان افغانحکومت سره خبرې وکړي او دواړه لوري باید د سولې لهپاره نرمښت وښیي.
د ده په خبره باید بینالافغاني کنفرانس جوړ شي او د نظام د راتلونکی په اړه باید خبرې وشي.
خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بیا د خلاصون لارې شورا مشر څرګندونې ردوي او وایي، ولسمشر سولې ته ژمن دی او د سولې لهپاره منظم پروګرام لري.
ښاغلی چخانسوري زیاتوي، هغه کسان چې ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډ بولي، دوی پهخپله د سولې پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي او غواړي لهدې لارې امتیاز ترلاسه کړي.
دا داسې مهال دی چې لهدې مخکې یو شمېر نورو سیاستوالو هم د سولې راتلو لهپاره د موقت حکومت رامنځته کېدلو غوښتنه کړېوه.
خو ځېنې نور بیا تېرو تجربو ته په کتو د موقت حکومت جوړولو سره مخالفت ښيي.
ورته مطالب:
دانش: هېڅکله سوله په سوال نه غواړو