
ځینې جهادي او د ملي وحدت مشرانو نن سه شنبه (مارچ۸مه) چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د دویم تلین په مناسبت سره ټول شوي وویل، د سولې له پاره باید څو کلنې لاسته راوړنې قرباني نه شي او د دغو لاسته راوړنو په پام کې نيولو سره به دوی د سولې له پروسې ټينک ملاتړ وکړي.
جهادي رهبر او د پخواني ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي په دغه غونډه کې وویل، چې د وخت په تېرېدو سره هېواد له هر څه نه مخکې سولې ته زیات ضرورت لري او په افغانستان کې سوله او ثبات راوستو په اړه د افغانانو غوښتنې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.

په همدې حال کې بل جهادي رهبر استاد عبدالرب رسول سیاف وايي، چې باید یو سیاسي اجماع را منځ ته شي او په دغه اجماع کې د مجاهدینو ګډون اساسي شرط دی.
هغه خبرداری ورکړ په هغه صورت کې، چې هېواد په خطر کې وي، نو مجاهدین به پرته له اجازې د جنګ ډګر ته ودانګي او په هغه وخت کې بیا له هېواد څخه د دفاع مسوولیت هم لري.
نوموړي زیاته کړه، دوی په کراتو پر حکومت غږ کړی، چې باید خلکو ته د هېواد د دفاع زمینه برابره کړي، خو په وینا يې که د دوی عزت او هېواد په خطر کې وي، نو دوی به بیا خپله سنګرونه جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د خپل ژوند تر وروستيو شېبو پورې به له يو واحد افغانستان څخه ملاتړ وکړي.

سیاف ټينګار وکړ، چې ګاونډي هېوادونه باید په دوستۍ کې صداقت وښي او د افغانستان د وضعیت په ښه والي کې هڅې وکړي.
له بل لوري د حکومت اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې په حکومت کې د سولې له پاره سیاسي اراده شته او سولې ته د رسېدو له پاره هڅې د حکومت له اساسي مسوولیتونو بلل کيږي.
د عبدالله په وینا، حکومت د لاسته راوړنو او د خلکو له حقونو دفاع په نظر کې نيولو سره د سولې له پاره ټينګه اراده لري.

هغه ټينګار وکړ، چې په خلکو کې بې اتفاقي د حکومت پرمخ تر ټولو لوی خنډ دی.
په همدې حال کې جهادي رهبرانو نړېوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ، چې باید د افغانستان امنیت ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د دوی په وینا په دې سره به سیمه ناامنه شي او د تروریزم د زیاتېدو په صورت کې به يې پر وړاندې مبارزه کول خورا ګران کار وي.





