خلیلزاد: ډېر قبرونه د سولې خبرواترو پروسه زیانمنوي

د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال شوی تاوتریخوالی ډېر ناوړه و او له کبله یې ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي نن سهار د یوه ټویټ له لارې په هرات کې د امنیتي ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، په یاد ولایت کې د پېښې د عیني شاهدانو تصویرونه او راپورونه ښيي چې په یاد برید کې د ماشومانو په ګډون ډېری ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

نوموړي د دغه برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې د پېښې د څېړلو ملاتړ کوي.

خلیلزاد زیاته کړې، خلک ژرترژره د سولې خبرواترو پیل غواړي؛ ځکه په وینا یې، «ډېر قبرونه د سولې پروسې د پرمختګ لامل نه کېږي.»

هغه د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه هم اندېښنه ښودلې چې له کبله یې یوشمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پرون په هرات کې یوه امنیتي چارواکي سلام‌وطندار ته ویلي و چې د دغه ولایت په ګذره ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو په دوو بریدونو کې د طالبانو د شپږو مهمو غړیو په ګډون له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې د واده پر مراسمو هوايي برید کې یوشمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دوی وايي، لومړنی برید پر یوه موټر چې د قاري نبي د کورنۍ غړي په‌کې وو، شوی او بل هم د واده پر مراسمو چې د پېښې ځای ته نږدې وو، شوی دی.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، یاد برید پر هغه ځای شوی چې د طالبانو یوشمېر مهمو کسانو ـ مولوي حیدر، عبدالله اکبري، ملا‌ رحمت‌الله، ذبېح‌الله اکبري، ملا محمد او ملا عبدالحق چې پر اسامه مشهور دی، غونډه جوړه کړې وه.

د نوموړي په وینا، د طالبانو محلي قوماندانان چې پر دولتي تاسیساتو د برید پلان یې جوړاوه، وژل شوي دي.

د هرات د پولیسو ویاند هم ویلي چې له یادې پېښه سره هم‌مهاله د ملکیانو یو موټر د سړک غاړې پر ماین ختلی او چاودنه یې کړې چې له کبله یې یوشمېر ملکیان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، د هرات د ګذرې ولسوالي په «خم زیارت» سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو پېښه به په جدي توګه وڅېړي او پایله به یې هم له خلکو او رسنیو سره شریکه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام