د غزني ولایت د جاغوري ولسوالي سلګونو اوسېدونکو په یوه اعتراض کې د دغې ولسوالي د امنیې قوماندان پر دوو ساتونکو تور پورې کړ چې پر دوو ښځو یې جنسي تېری کړی دی.
په ولایتي شورا کې د جاغوري د خلکو استازی حسنرضا یوسفي وايي، خلکو د دغې ولسوالي د امنیې قوماندان دوه ساتونکي پر دوو ځوانو ښځو د جنسي تېري په تور نیولي دي.
معترضان چې د ولسوالي په مخ کې را ټول شوي، د دغې ولسوالي د امنیې قوماندان، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر او د ولسوال د لرې کېدو غوښتنه کوي.
یوسفي وايي، معترضان یاد مسوولان پر ناکارۍ تورنوي او ګواښ کوي، که غوښتنې یې ونه منل شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
کورنیو چارو وزارت بیا د جاغوري ولسوالي د امنیې قوماندان او جنایي امر د لرې کېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، امنیه قوماندان او جنایي امر د لا ښې څېړنې لپاره مرکز ته را غوښتل شوي او دوه تورن سرتېري هم بندیان دي چې څېړنې ترې کېږي.
د نوموړي په وینا، له مرکز نه جاغوري ولسوالي ته د یادې پېښې د څېړلو په موخه استول شوی دی.
د جاغوري یو اوسېدونکی رحمتالله شفق سلاموطندار ته ویلي چې معترضان د ولسوالي مخې ته راټول شوي او پولیسو څو شېبې مخکې د ولسوالي جومات ته د خلکو د ننوتلو مخنیوي لپاره هوايي ډزې وکړې.
نوموړی وايي، ولسوال د قومي مشرانو له قومي مشرانو سره هڅه کوي چې د خلکو قناعت ترلاسه او هغوی ارامۍ ته را وبولي، خو په وینا یې، معترضان ولسوال ته د خبرو کولو وخت نه ورکوي.
ولسي سرچینې وايي چې تر اوسه د ولسوالي د ساتونکو په ډزو کې یو معترض وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
هڅه مو وکړه چې د جاغوري ولسوالي د مسوولانو نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.