د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم سره د مذاکراتو د پیلېدو خبر ورکړی.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال عنایتالله بابر فرهمند په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، د لوړې د مراسمو ځنډول او د دغې ډلې له لوري د والیانو د ګومارلو لړۍ درول منل شوي دي.
هغه لیکلي چې سوله د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم لومړیتوب دی، خو دوی به د ملت له پاکو رایو د دفاع لپاره ترپایه ولاړ او ژمن دي.
فرهمند پر ټوېټرپاڼه لیکلي: «دواړو خواوو دا مذاکرات د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب پیل کړي دي.»
خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټرپاڼه ویلي، تر اوسه یې کوم سیاسي لوري سره هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي.
په همدې حال کې د دولت جوړوونکي ټیم ځینو غړيو رسنیو ته ویلي چې د خلیلزاد او د ولسمشر غني ترمنځ لیدنو کې ټول تمرکز د سولې په خبرو دی.
دوی هغه ګنګوسې ردوي چې ګواګې د ګډ حکومت جوړولو لپاره بحث مطرح شوی دی.
دا په داسې حال کی ده چې یو شمېر سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو تېره ورځ د جمعیت ګوند د مشر صلاح الدین رباني کور کې یوه غونډه کړې ده.
د حزب اسلامي ویاند فضل غني حقمل سلاموطندار ته وویل، دې غونډه کې له ګلبدین حکمتیار سربېره اجراییه رییس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشر پخواني مرستیال محمد کریم خلیلي، د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق، د جنبش ګوند د رييس د عبدالرشيد دوستم زوی باتور دوستم او د مالیې پخواني وزیر انور الحق احدي ګډون درلود.
دوی د ټاکنو د پایلو پر سر د لانجو او د سولې په اړه خبرې کړي او ویلي يې دي چې که د ټاکنو پایلې لغوه اعلان نهشي، خپلې ګډې مبارزې ته به دوام ورکړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف هم ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره کتنو کې د ټاکنیزو لانجو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.