«تېر کال ۹۵ تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي»

 

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور چې کابل کې یې د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون لاسته‌راوړنو په اړه خبرې کولې وايي، د محکمې له لوري د انسان او کډوالو قاچاقیانو ۷۷ دوسیې څېړل شوې‌دي.

د ده په خبره، له دې دوسیو ۳۵ تنه په زندان او ۲ په اعدام محکوم شوي، ۱۱ تورنو برائت اخېستی او د ۳۱ نورو دوسیې تر څېړنې لاندې دي.

د عدلیې وزیر په وینا، د تېرکال په ترڅ کې د ملي امنیت عمومي ریاست او کورنیو چارو وزارت، د ۲۱۰ ځوانانو له غیرقانوني کډوالۍ چې د قاچاقیانو له لوري بهر ته لېږدول کېدل، مخنیوی کړی.

همداراز د عامې روغتیا وزارت د انساني قاچاق څه باندې ۱۴زره او ۴۰۰ قربانیانو ته روغتیايي مشورې ورکړي او سلګونو نورو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ملاتړ ترلاسه کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام