اسماعیل یم (مستعار نوم)، د دې خاورې یو له بېپناه او بېچاره ماشومانو له ډلې چې د جنسي تېري قرباني شوی دی. له نورو مې واورېدل چې په ۱۳۸۱ لمریز کال د ژمي په یوه شپه د بغلان په زوړ ښار کې دې نړۍ ته راغلم. له شک پرته نه زه ـ چې له آره له دې دنیا سره بېګانه وم ـ او نه مې مور و پلار په هغه شپه پهدې پوی وو چې د مشهورې وینا پر اساس، ژوند پهخپل خورجین کې زموږ لهپاره څه راوړي دي.
خو لا مې پهدې تناقضي نړۍ کې د ژوند ۳ پسرلي نه وو تېر کړي چې مور مې د سینې د سرطان ناروغۍ واخېسته او پلار مې هم له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ځکه مړ شو چې طالب شوی و؛ که څه هم زه لا هغه مهال پهدې مسایلو نه پوهېدم. هرګوره، همدا وو چې زه یو یتیم او بېڅوکه ماشوم شوم.
له هغه وروسته مې له کاکا دوی سره اوسېدم او هغوی مدرسې ته ولېږلم. څه موده وروسته قوماندان عنایت (مستعار نوم) څو ځلې د مدرسې په لاره په ګونګو سوالونو ګنګس کړم او زما په وجود او سر یې لاس راکش کړ، زما کاکا ته یې وړاندیز وکړ، ما داسې مدرسې ته ولېږي چې ډېر امکانات لري.
حقیقت دا وه چې د یوې ښې مدرسې نه د قوماندان عنایت موخه د هغه کور و. تره مې له دې چارې خبر و او لا خوشاله و چې زما له سرپرستي او ستونزو خلاص دی. له دې کبله درې کاله د قوماندان په کور کې وم او ښځینه جامې مې اغوستې.
په کرار ـ کرار قوماندن زما د ژوند ټولې خواوې په خپلواک کې کړلې او زه په یو خنثا او منفعل څیز بدل شوم دنده مې داوه چې یوازې او یوازې د قوماندان حیواني غریزه خاموشه کړم. هرځل مې چې د سرغړاوي فکر کولو په وجود به مې د قوماندان د سېګرټو داغونو ته پام شو او له ځانه سره به مې ویل له دې پرته بله چاره نه لري او بیا به غلی شومه. دا و چې قوماندان عنایت به هر وخت چې وغوښتل پر ما یې تجاوز کولو او زه به د ډبرې په څېر خاموش وم.