اوسمهال د سپینږیرو ترڅنګ، ګڼشمېر ځوانان هم تسبېح ګرځوي؛ ځینې یې د موډ، ځینې د بوختیا او ډېرلږ شمېر یې د عبادت په موخه ګرځوي.
تسبېح ګرځول له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې دود دي. پخوا به سپینږیرو په جوماتونو او عبادتځایونو کې ګرځولې او عبادت به یې کاوه، خو اوس یې ګڼشمېر ځوانان تر دې پرته چې په ژبه څه ووايي، تسبېح په لاس ګرځي او خلکو ته یې ډول، رنګ او شکل ورښيي.
د کابل یوه اوسېدونکي صمد چې تسبېح یې له لاسه تاو کړې وې او پر لار پلی روان و، سلاموطندار ته وویل، اوس تسبېح یو موډ ګرځېدلی او خلک یې د همدې لهپاره ګرځوي، خو په وینا یې، دی یې یوازې د بوختیا لهپاره ګرځوي او کله چې تسبېح ورسره وي، ښه فکر کولی شي.
جعفر؛ د ده په خبره کاکا جعفر چې شنې تسبېح اړوي او په ژبه څه زمزمه کوي هم وايي، په تسبو ذکر کوي او د هرې مرۍ په اړولو سره د ارامتیا او خدای ج ته د نږدېوالي احساس کوي.
د کابل پلخشتي جومات شاوخوا د تسبو بازار دی. یو تسبېج پلورونکی فدامحمد وايي، د سندلوسو، یاقوتو او مرجانو درې ډولو تسبو بیې ډېرې لوړې دي او د کابل په بازارونو کې ډېرې پلورل کېږي.
۲۵ کلن کریم هم پلخشتي جومات سره تسبېح پلوري. نوموړی وايي، تر ۴۰ ډولو ډېرې تسبېح لري چې له پاکستان، اېران او چین هېوادونو نه یې راواردوي.
نوموړی وايي، پخوا به سپينږیرو پېردولې، خو اوس یې ځوانان ډېرې اخلي چې ځینې یې په لاس کې ګرځوي، ځینې یې په مړوند او ځینې نور یې هم په غاړو کې اچوي.
د ځوانانو په اند، د دیني اړخ ترڅنګ، تسبېح اړول، انسان اراموي او د اعصابو تمرکز یې ډېروي.
بلخوا یو دیني عالم سالم حسني که څه هم تسبېح ګرځول تر ډېره د متدینو کسانو کار بولي خو وايي؛ که دیني ارزښتونو ته د توهین لهپاره نه وي؛ له دیني اړخه یې ګرځول ستونزه نهلري.
پخوانیو خلکو به ډول ډول مرۍ د ښایست په موخه غاړه کې اچولې او تسبېح هم ان د مسېحیت له دورې کارول کېږي، خو په اسلام کې بیا د خدای ج د ذکر او یادونې په موخه کارېدلي او لا هم کارېږي.