د کابل د ترافیکو لوی مدیریت لسګونه ترافیک افسران او ساتنمنان نن (شنبه) ورځ د ولسي جرګې مخې ته د اعتراض په ډول ورټول شوي وو او په کورنیو چارو وزارت یې تور ولګولو، چې دوی یې د مسلک خلاف جګړه ییزو ټولګیو کې تعین بست کړي دي.
د ترافیکو لومړی څارن حمید نومي سلام وطندار ته وویل، چې په نویو تعیناتو کې د مسلک خلاف په امنیتي تشکیلاتو کې ارزګان ولایت کې تعین بست شوی دی.
ترافیک حمید زیاته کړه، چې د ترافیکو ۷۲ اړوند ماموران په ارزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې جګړه ییزو امنیتي ټولګیو کې ګومارل شوي دي.
دغه راز، یو بل معترض ترافیک محمد ابراهیم هم سلام وطندارته وویل، چې د مسلک خلاف ارزګان ولایت ته له طالبانو سره د جګړې له پاره لېږل کېږي.
دی وايي، چې له فزیکي پلوه هم کمزوری دی او په ورته وخت کې له وسلې، توپ او د جګړې له تکتیک سره هم بلد نه دی.
د ترافیکو عمومي مدیریت دغه منسوبین له اړوندو چارواکو غواړي، چې دوی ته باید بست ورکړي او یا دې هم تقاعد ورکړي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام وطندار سره په مرکه کې د جګړې د قوماندانانو په توګه د ترافیکو لېږل رد کړل.
دی وايي، چې ترافیک د جګړې له پاره نه لېږل کېږي، بلکې هغه ترافیک چې په احتیاطو کې دي، باید په ولایتونو کې دنده ترسره کړي.
صدیقي وویل، د یو پلان په اساس یو شمېر ترافیک ارزګان، کندها او د هلمند ولایتونو ته د ښاري ترافیک د تنظیم په موخه لېږل کېږي.
دا داسې مهال ده، چې دوه کاله مخکې هم د ترافیکو منسوبین هلمند ولایت کې د مسلک خلاف تعین شوي وو، خو د ولسي جرګې په غوښتنه بېرته په کابل کې په خدمتي ډول په دندو وګومارل شول.