له څو ساعتونو راهیسې د امنیتي ځواکونو او د عطامحمد نور د پلویانو ترمنځ نښتو زور اخیستی او د مزارشریف له بېلابېلو برخو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د بلخ اوسېدونکي وايي، یادې نښتې د نورو ځایونو په پرتله د امنیې قومانداني شاوخوا ته ډېرې دي، خو تر اوسه یې د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات نهشته.
عطامحمد نور پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې دا نښتې «د خلکو پر ځان او مال د ارګمېشتو برید» بللی دی. نوموړي ویلي چې د بلخ اوسېدونکیو د دفاع لپاره هر ډول دفاع او قربانۍ ته تیار دی.
نور د مزارشریف له ټولو ښاریانو غوښتي چې د خپل حیثیت او عزت نه د دفاع لپاره هر ډول تیاری ولري.
دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې عبدالرقیب مبارز د بلخ د نوي امنیې قوماندان په توګه ټاکلی، خو عطامحمد نور یې په وړاندې مخالفت کړی او د نوموړي د پېژندلو مخه یې نیوله.
اړوند مطالب: