بغلان کې د طالبانو خپل‌منځي اختلافونه

د مرکزي بغلان ولسوالي قومي مشران او نظامي قوماندانان وايي، له هغه وروسته چې طالب مشرانو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د نظامي عملیاتو د پیل لارښوونه وکړه، په مرکزي بغلان ولسوالي کې د دې ډلې په منځ کې اختلافونه پیدا شوي دي.

په بغلان کې ځینې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې د طالب ډلې مشرانو په دغه ولایت کې د دوی ترمنځ د اختلافونو پیدا کېدو له کبله یوشمېر محلي مسوولان لرې کړې هم دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو هغه کسان په بغلان کې د محلي مسوولانو په توګه ټاکلي چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه مدیریت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اورکم له پای ته رسېدو سره سم د افغان ځواکونو پر وړاندې د خپلو بریدونو بیا پیلولو خبر ورکړ.

د دې ډلې په لارښوونه کې راغلي وو چې طالب وسله‌وال به د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي، خو له افغان ځواکونو سره به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام