د بحرین هېواد د ورزشي خبريالانو مسولين ژمنه وکړه، چې د سپورټي خبریالۍ په برخه کې به افغان ژورنالیستانو ته په خپل هېواد کې روزنه ورکوي.
د یاد هېواد د ورزشي خبريالانو د ټولنې مشر محمد قاسم زیاته کړه، چې د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون سره به هر راز مرستې کوي او په نږدې راتلونکي کې به افغان ژورنالیستان دغه هېواد ته ور وغواړي، څو د نړيوالو خبريالانو تجربې واخلي او په خپل هېواد کې د نورو خبريالانو سره شريکې کړي.
نوموړي دغه خبرې د افغانستان د سپورټي خبريالانو د پلاوو سره په پېښور کې د خبرو پر مهال وکړې.
په لیدنه کې د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون رئيس سایر ځلاند په افغانستان کې د خبريالانو پر ستونزو خبرې وکړې او بحرین له ټولنې يې غوښتنه وکړه، چې افغانستان سره په دې برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي وویل، چې اوس په افغانستان کې ژورناليزم مخ پر وده دی او د نړيوالو سياليو په بېلابېلو برخو کې د افغان لوبغاړو ښه ځليدنه ژورناليستان دغې برخې ته ډېر لېوال کړي دي، چې له کبله يې په هېواد کې ګڼ شمېر ژورنالیستان پرنټ، ټلويزیون، انلاین او انځورونو په برخه کې کار کوي.
ځلاند د اسيايي خبريالانو د ټولنې د مرستيال محمد قاسم سره په دې اړه هم خبرې وکړې، چې دواړه هېوادونه به د ژورنالیستانو لپاره زمينه برابروي، چې په بحرین کې ورته روزنه ورکول شي او د ورزشي خبريالۍ په برخه کې نورې معياري زده کړې وکړي.
د هغه په خبره افغان ژورنالیستان اوسمهال د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له نړېوالې ټولنې يې غوښتنه وکړه، چې په هره ممکنه برخه کې ور سره همکاري وکړي.
د افغانستان د سپورټي خبريالانو ټولنه چې له تېرو دوو کلونو را هيسې په افغانستان کې جوړه شوې، خو تر اوسه داسې د پام وړ فعالیت يې نه و کړی، خو تېره مياشت د دغه فدراسيون نوي رئيس سائر ځلاند په مشرۍ بیا فعالیت پيل کړ او په خپل لومړي سفر کې يې د بحرین د خبريالانو ټولنه راضي کړې، چې ځوانو ژورنالیستانو ته يې پروګرامونه جوړ کړي او د ورزش په برخه کې ورته زده کړې ورکړي.
ياده ټولنه اوسمهال په لسو بېلابېلو ولایتونو کې نمايندګۍ لري او ۳۰ تنه غړي لري، چې غواړي د سپورټ د ودې په برخه کې هېواد کې کار وکړي