راشدخان د دویمې درجې هېوادونو د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

د کرکټ نړیوالې شورا نن په رسمي توګه د ۲۰۱۷ کال غوره کرکټ لوبغاړي په رسمي توګه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان شو چې افغانستان په‌کې د دې جایزو د تاریخ دویمه جایزه هم وګټله.

د افغانستان له‌پاره راشدخان ارمان د کرکټ نړیوالې شورا له‌خوا د دویمې درجې هېوادونو په ډله کې د ۲۰۱۷ کال غوره کرکټ لوبغاړي جایزې ګټونکی شو.

د یادونې وړ ده، چی د راشدخان ترڅنګ یادې جایزې ته له سکاټلینډ کیل کویټزر او له ایرلینډه لوبډل‌مشر ویلیم پورټلفیلډ هم په وروستیو ۳ لوبغاړیو کې نوماند و چې راشدخان ترې شو.

راشد خان په تېرکال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ د کرکټ په ۳ بېلابېلو سوداګریزو کرکټ لیګونو کې ولوبېد او په ښه ځلېدلو د دې کلنۍ جایزې وړ شو.

په «ګوګلي ماسټر» مشهور «لیګ سپېنر» راشدخان په ۲۰۱۷ کال کې ټولټال ۶۰ وېکټې اخیستي چې په یو کال او دغه راز په ۵۰ اوریزو لوبو کې د دویمې درجې هېوادونو د لوبغاړیو په تاریخ کې تر ټولو ښه کارنامه شمېرل کېږي.

دې جایزې ته په تېرو کلونو کې حمید حسن، نوروزمنګل، دولت ځدران او شهزاد محمدي هم غوره شوي وو چې یوازې شهزاد محمدي وړم کال (۲۰۱۶) کال کې دغه جایزه ګټلې وه.

راشدخان له جایزې ګټلو وروسته کرکټ نړیوالې شورا سره په خبرو کې خوښي ښودلې او د جایزې ګټل یی ویاړ یاد کړی‌دی.

د نوموړي په وینا، په‌دې کې هېڅ شک نه‌شته چې تېرکال ولوبېد او ډېر خوند یې ترې واخیست چې زیاتو ښو خاطرو له کبله نه یې کله هم نه‌شي هېرولی.

همدارنګه راشدخان ارمان د کرکټ نړیوالې شورا له‌خوا د تېر ۲۰۱۷ کال په غوره ۵۰ اوریزو لوبو ۱۱ کسیزه لوبډله کې هم شامل شوی و چې د «ای بي ډي ویلیرز»، «روهیت شرما»، «بین سټوکس» او «ویراټ کوهلي» په څېر مشهور لوبغاړي هم شامل دي.

د هندي لوبډلې لوبډل‌مشر ویراټ کوهلي بیا په ټولیزه توګه د ۲۰۱۷ کال غوره لوبغاړی، د ۵۰ اوریزو لوبو غوره لوبغاړی او دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا له‌خوا د غورو شویو ۱۱ کسیزو ټېسټ او ۵۰ اوریزو لوبډلو د غوره لوبډل‌مر په توګه اعلان شوی او اسټرالوي لوبډل‌مشر سټیف سمت د غوره ټېسټ لوبغاړي جایزه ګټلې ده.

پاکستانی تېز توپ‌وهونکی حسن‌علي د کال نوی غوړېدونکی لوبغاړی او هندی چاهال د شل اوریزې لوبې د ۶ غوره وېکټو اخیستلو کارکردګۍ په جایزو ونازول شول.

په تېرکال کې د مینه‌والو د راییو په اساس د پاکستانۍ لوبډلې له‌خوا د چمپینزټرافي اتلولۍ ګټل غوره شېبه او دغه راز سویلی افریقا ماریس ایریسمس د کال غوره لوبڅار جایزه ګټلې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام