افغان کرکټ ملي ټيم عربي اماراتو ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن چهارشنبه(ډسمبر۱۴مه) د عربي اماراتو ټيم ته د ۱۱ منډو په توپير ماته ورکړه.

د کرکټ ملي لوبډلې د لومړیو لوبه کوونکو لوبغاړو کریم جنت او فرید ملک د لوبې په مټ عربي اماراتو ته په لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې ماتې ورکولو سره په روانه لړۍ کې یې مخکیوالی ترلاسه کړ.

د "کریک انفو" ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغان کرکټ ملي لوبډلې مقابل ټيم ته ۱۶۱ هدف ټاکلی و، چې د عربي اماراتو د ټيم لوبغاړي يې په پوره کولو کې پاتې راغی.

د افغانستان له‌پاره لومړۍ نړیواله ۲۰ اوریزه لوبه کوونکی لوبغاړی "ال راونډر" کریم جنت په ۲۵ منډو او ۳ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د ۳ نړیوالو ۲۰ اوریزه لوبو لومړۍ یې نن د دوبۍ په ګلوبل کرکټ اکاډمۍ لوبغالي کې ترسره شوه، چې په‌کې د افغانستان له‌پاره نجیب‌الله ځدران برید کوونکی لوبه وکړه.

نوموړي یواځې په ۱۰ بالونو ۳۱ منډې جوړې کړې، چې افغانستان د شهزاد محمدي د ۳۸ ، نبي عیسی خیل ۲۶، کریم جنت ۲۵ او په ۴ بالونو د راشد ارمان لخوا د ۱۴ منډو په مټ په پوره ۲۰ اورونو کی د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

له بل لوري بیا، عربي اماراتو هم ښکلې لوبه وکړه، خو په وار وار یې ویکټې له لاسه ورکړې ، ۱۱ منډې وروسته پاتې شو او د ۷ لوبغاړو په سوځیدو په ۱۵۱ منډو وتوانیده.

د کریم جنت د ۳ ویکټو ترڅنګ لومړۍ لوبه کوونکي فرید ملک په ۴ اورونو کې د ۲۱ منډو په ورکولو او راشد خان دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې او په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

په نننۍ بریا سره افغانستان د ۳ شل اوریزه لوبو په لړۍ کې یو د صفر بریا په وړاندې مخکیوالی ترلاسه کړ، چې دویمه لوبه به د جمعې په ورځ په دوبۍ کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي، چې ورته نن مشهوره لوبغاړي ګلبدین نایب هم ددغه هیواد ویزه ترلاسه کړه او دوبۍ ته روان شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام