د «کربین پرېمیرلیګ» کرېکټ سیالۍ د افغان‌لوبغاړي قیس‌احمد په ګډون پیلېږي

ټاکل شوې د سږکال وېسټنډیز (سي پي اېل) سوداګریزې شل اوریزې کرېکټ سیالۍ سبا (پنجشبنه) د سهار ۴ نیمې بجې د افغان‌بالر قیس‌احمد په ګډون پیل شي.

که څه هم د کرېکټ مینه‌وال به په سږنیو (سي پي اېل) سیالیو کې د راشدخان، مجیب ځدراڼ او نبي عیسی‌خېل جادوګر بالېنګ او بې‌رحمه بيټېنګ ونه‌ویني، خو ټول پام به یې یواځیني افغان‌بالر قیس‌احمد ته وي.

لیګ‌سپېنر قیس‌احمد په یادو سیالیو کې له سېنټ‌لوشیا لوبډلې سره لوبېږي چې اوس‌مهال له یادې لوبډلې سره یوځای شوی دی.

ټاکل شوې سېنټ‌لوشیا لوبډله د سږکال «کربین‌پرېمیرلیګ» کرېکټ سیالیو په ۷م پړاو کې سبا له «ټرینیباګونایټ رایډرز» لوبډلې سره چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ م کلونو کې اتله شوې وه، په «پورټ اف سپین» لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووځي.

که څه هم قیس‌احمد د نړۍ‌وال کرېکټ تجربه نه‌لري، خو نوموړي ته په سږنیو سیالیو کې د غوړېدونکي‌لیګ سپنر په توګه کتل کېږي.

قیس‌احمد تراوسه په یوه شل اوریزه لوبه، هغه هم د تېرکال شپږیزه کې د «کابل‌بازان» په ګټه او د «بندامیر» په وړاندې لوبېدلی او کومه ویکټه یې هم نه‌ده اخیستې، خو د سږکال ۱۹ کلنو په نړۍ‌وال جام سیالیو کې د ۱۴ ویکټو په اخیستلو سره مخکښ بالر و.

له قیس‌احمد سره په سږنیو سیالیو کې د ویسټنډیزي کیرون‌پولارډ او اسټرالیايي ډېوېډوارنر په څېر وتلي لوبغاړي هم لوبېږي چې ډېرن سمي یې لوبډلمشر او پخوانی اسټرالیايي لوبغاړی براډهوج یې روزونکی دی.

د معلوماتو له مخې راشدخان د سږکال «کربین پرېمیرلیګ» سیالیو بولۍ له‌پاره ځان ثابت کړی نه‌و، خو مجیب‌ّځدراڼ او نبي عیسی‌خېل بیا په ملي لوبډلې کې د بوختیا له کبله تمه لرله چې د لیګ په وروستي پړاو کې ولوبېږي، خو کومې لوبډلې جذب نه‌کړل.

د یادونې وړ ده چې سېنټ‌لوشیا لوبډلې تر اوسه په تېرو ۶ پړاوونو کې د اتلولۍ جام نه‌دی ګټلی، خو په ۲۰۱۶ م کال کې یې ترټولو لوړ (څلورم) مقام ګټلی و.

د سږکال (سي پي اېل) سیالیو په ۷م پړاو کې ۶ لوبډلې لوبېږي چې د سېپټېمبر تر ۱۶ مې به د اتلولۍ ګټلو له‌پاره ټولټال ۳۴ سیالۍ د امریکا په کوربتوب د وېسټینډیز بېلابېلو جزیرو کې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام