بامیان؛ د افغانستان یو تاریخي ولایت دی چې هرکال د سلګونو کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو کوربه وي او په دې وروستیو کې یې شمېر هم ډېر شوی؛ خو د ګرځندوی فرهنګ په اړه ناخبري، د دې تاریخي ځایونو د ساتنې برخه کې سرخوږی جوړ کړی دی.
د بامیان ولایت سیمهییز مسوولان او اوسېدونکي وايي، یوشمېر ګرځندویان چې ډېری یې افغانان دي، د ګرځندوی فرهنګ په اړه نهپوهېږي او د لرغونو ـ تاریخي ځایونو د لیدو پرمهال، ورته زیان اړوي. د دوی په وینا، ناسم سیاحت، تر طبعي پېښو وروسته د تاریخي ځایونو د ورکېدو دویم ستر لامل دی.
لرغونپوه لایق احمدي وايي، که څه هم هرکال د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو له سیاحته میلیونونه افغانۍ دې ولایت ته عاید راځي، خو دولت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی او سیاحت فرهنګ په اړه د ګرځندویانو د عامه پوهاوي لهپاره هېڅ تګلاره نهلري.
ویل کېږي چې یوشمېر ګرځندویان د بودا له سمڅو نه د لیدو پرمهال، پر دېوالونو یادګارونه لیکي، هرې خوا ته کثافات غورځوي او په هغو ځایونو کې چې د ګرځېدو اجازه نهلري، ګرځي او په خپل تګ راتګ سره تاریخي ځایونو او منظرو ته زیان اړوي.
یوه ګرځندویه عزیزه اکبریان له دولت نه غواړي چې د لوحو په راځړولو سره ګرځندویانو ته معلومات ورکړي. نوموړې وايي، که دې مسلې ته پام ونهشي، په راتلونکیو څو کلونو کې به د بودا تاریخي مجسمې په ګډون، نور تاریخي ځایونه او اثار هم له منځه لاړ شي.
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان هم دا اندېښنې پرځای بولي او وايي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بامیان تاریخي ځایونو د ساتنې لهپاره هېڅ بودېجه او طرحه نهلري. د مسوولانو په وینا، د دې ولایت تاریخي ځایونو عاید مرکز ته لېږي او دوی یې د لګولو اجازه نهلري.
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست سیداحمدحسین احمدپور وايي، په هېڅ تاریخي سیمه کې د ګرځندوی لارښود او د تاریخي ځایونو ساتونکی نهشته. احمدپور وايي، ټاکل شوې د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د دې ولایت د مقام، پوهنتون او فرهنګیانو په ملاتړ د ګرځندوی د مدیریت طرحه چې ۴۵ مادې لري، د «ورېښمو لارې» په لسمه نمانځغونډه کې وړاندې کړي.
بامیان؛ د افغانستان یو امن او تاریخي ولایت دی چې په وروستیو کلونو کې یې د ګرځندویانو شمېر چې له هرات، کندهار، هلمند، غزني، ننګرهار، میدانوردګ، کابل او بلخ ولایتونو ورته راغلي، بېمخینې زیات شوی دی.
د دې ولایت ډېری تاریخي اثار؛ لکه: د بود مجسمه، د غلغلې ښار، د ضحاک ښار، د کافري الف او ب کلا، د اکرم قول درې سمڅې او د غمي کلا سمڅې د نړۍ فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت دي.