بامیان؛ د ښځو لپاره ځانګړی کتابتون جوړ شو

د بامیان ولایت د ښځو چارو په ریاست کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي کتابتون په پرانستلو د مارچ اتمه چې د ښځو د پیوستون نړېواله ورځ ده، ونمانځل شوه.

د بامیان ولایت د ښځو چارو رییسه کریمه سالک وايي، دغه کتابتون د یو میلیون افغانیو په ارزښت د اغاخان پراختیايي بنسټ له لوري جوړ او ګټې اخیستو ته سپارل شوی چې ۴ زره ټوکه کتابونه، د مطالعې سالون او انټرنېټ خونه هم لري.

سالک وویل، ښځې حق لري چې د نارینه‌وو په څېر د مطالعې لپاره یوې مناسبې فضا ته لاسرسی ولري.

د هغې په وینا، د ښځو لپاره د دغه ځانګړي کتابتون د جوړېدو موخه، د ښځو په منځ کې د کتاب لوستلو فرهنګ بنسټیز کول او د دوی ظرفیت لوړول دي.

په همدې حال کې د بامیان یو شمېر ښځې د دغه کتابتون د پرانستل کېدو د هرکلي ترڅنګ وايي، که څه هم په دغه ولایت کې ډېر کتابتونونه شته، خو د ښځو لپاره د مطالعې مناسب ځای نه‌لري.

د بامیان ولایت اوسېدونکې فاطمه احمدي وايي، دغه کتابتون د ښځو د مطالعې لپاره یو خوندي چاپېریال دی او هغوی کولای شي چې د خپل علمي پوهاوي کچه په‌کې لوړه کړي، خو په وینا یې، دولتي ادارې او نورې مرستندویې موسېسې باید ورته نور کتابونه هم راوړي.

د ښځو د انلاین بازارموندنې نندارتون پرانستل شو

جوزجان؛ ښځو د درې کلیو لارې وتړلې

غور کې د ښځو رستورانت جوړ شو

غور کې د ښځو له‌پاره د ځانګړي هنري مرکز جوړېدل

د بامیان ولایت اوسېدونکې وايي، سره له دې چې ښځې په دغه ولایت کې له نسبي ازادیو برخمنې دي، خو لا هم د ښځو د پرمختګ فرصتونه او امکانات په‌کې کم دي.

دوی له هغو بنسټونو چې د ښځو د حقونو تامینولو په برخه کې کار کوي غواړي چې د ښځو د حضور او پرمختګ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي چې د ښځو پر وړاندې شته تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

د بامیان ولایت د ښځو چارو ریاست د موندنو پر بنسټ، سږ کال په دغه ولایت کې د تېر هغه په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی چې کچه یې له ۱۶۰ موردو نه ۱۱۰ ته را ټیټه شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام