
د درک په نوم خصوصي شرکت ـ چې د سافټویر او ځایموندلو په برخو کې کار کوي ـ د خبریالانو خوندیتوب لهپاره نوی سافټویر جوړ کړیدی.
د یاد شرکت مسوولان وایي، دغه سافټویر په اندروید او ایفون مبایلونو کې نصب او د خبریال ځایموندنې لهپاره اړینه ده چې لږ تر لږه په هرو دوو اوونیو کې اپډټ شي.
د درک شرکت رییس اغاملوک سهار وایي، دغه سافټویر دوې برخې لري چې یوه له ادارې او بله برخه یې له خبریال سره وي.
دغه سافټویر هله د خبریال ځای معلومولی شي چې له انټرنټ سره وصل وي. که خبریال خپل ځای معلومول نه غواړي؛ انټرنټ دې پرې او د کارونې له سیستمه دې ووځي.
د درک مسوولان وایي، که خبریال ځیرک مبایل یا انټرنټ ته لاسرسی ونهلري؛ جلا اله ورکول کېږي.

ځېنې خبریالان هم د دې سافټویر په هرکلي سره وایي، په دې سره به ځانونه ډېر خوندي احساس کړي.
دوه خبریالان یلدا درویشي او توفیق صدیقي وایي، دا سافټویر به د خبریالانو، ادارو، د خبریالانو ملاتړ بنسټونو او امنیتي څانګو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړي. د دوی په خبره، کورنۍ یې هم پوهېدلی شي چې د دوی موقعیت معلوم کړي.
د نی دفتر څه موده مخکې اعلان وکړ چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ کال پورې ۵۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي. د ششدرک چاودنه کې د ۹ خبریالانو وژل کېدل د خبریالانو لهپاره تر ټولو مرګونې پېښه وه.





