بارسلونا سره د لوبې برابرېدو د ولنسیا د یوه مینه وال ژوند واخیست

د ولنسیا او بارسلونا فوټبال کلپونو ترمینځ د څوارلسمې اونۍ لومړۍ لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده.

د(بی بی سي) د راپور له مخې، چې د فوټبال نړۍ د مخکښه او مشهور فوټبال کلب (بارسلونا) خلاف د ولنسیا لوبډلې د مساوي ګول کولو له کبله له خوشحالۍ د یوه مینه وال په مرګ لوبه پای ته ورسیده.

د راپور له مخې چې د ولنسیا لوبډلې د سانټي مینا لخوا د لوبې د پای ۴ د قیقې وړاندې په ۸۶ مه د قیقه کې د لوبې مساوي کولو ګول ترسره کړ او په لوبغالي کې یې غوغا جوړه کړه.

د زرګونه نندارچیانو لخوا د لوبې مساوي کولو خوشحالۍ لمانځلو په پایله کې یو۴۵ کلن مینه وال په لوبغالي کې دنورو مینه والو تر پښو لاندې شو او ومړ.

د راپورونو له مخې چې ډاکټرانو د ولنسیا فوټبال لوبډلې د مینه وال د ژوغورلو هڅې وکړې خو نوموړی یې له مرګ څخه ونه ژغورل شو.

د هسپانیې د روانو لالیګا سیالیو مخکښې بارسلونا او ولنسیا فوټبال لوبډلو ترمیڼځ دغه سیالۍ تیره (شنبه) د ولنسیا په (میسټالا) فوټبال لوبغالي په کوربتوب ترسره شوه، چې ۵۵ زره نندارچیانو په لوبغالي کې ننداره کړه.

د ولنسیا فوټبال کلب د بارسلونا په وړاندې د مساوي لوبې په پای کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپل یوه نندارچي په مړینه خواشیني ښودلې ده او د نوموړي له کورنۍ او خواخوږو سره یې دخپلې خواخوږۍ پیغام شریک کړی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام