د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د فوټبال حذفي جام (فاینل) لوبې په یو لړ په زړه پورو سیالیو سره پاې ته ورسېدلې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د اسپانیې هېواد حذفي جام فاینل لوبه کې بارسلونا لوبډلې ۲ د ۱ ګول په وړاندې الاویس لوبډلې ته ماتې ورکړله.
یادې لوبډلې د میسي، نیمار او الکسر د ګولونو په مټ ۳ د ۱ ګول په وړاندې الاویس لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګټلو.
د کوپا ډي ري په ګټلو سره به اوس یاده لوبدله داسپانیې سوپرکپ اتلولۍ ګټلو لهپاره د لالیګا اتلې ریال ماډریډ سره د تګ او راتګ پړاو ۲ سیالۍ هم ترسره کړي.
همدارنګه د انګلستان هېواد حذفي جام کې ارسنال فوټبال کلب بیا د ۱۳ځل لهپاره د انګلستان حذفي جام فوټبال سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړو.
یادې لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د سږ کال انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلې چیلسي لوبډلې ته ۲ د ۱ ګول په وړاندې ماتې ورکړه.
دا په مجموعي توګه ۷ ځل وو؛ چې د ارسن وینګر په روزنه کې ارسنال فوټبال کلب د انګلستان حذفي جام فوټبال اتلولي ګټي.
دغه راز سیلټیک لوبډلې بیا د دریم ځل لهپاره د سکاټلینډ هېواد فوټبال حذفي جام اتلولي ترلاسه کړله، چې فاینل لوبه کې یې ابیردین لوبډلې ته ۲ د ۱ ګول په وړاندې ماته ورکړله.
د یادونې وړ ده، چې د سیلټیک لوبډلې د روزونکي برینډن روجیرز په لومړي کال روزنه کې لومړۍ اتلولي وه، چې ګټل یې نوموړي یو خوب یاد کړ، په حقیقت بدل شو.
بل خوا بیا د المان فوټبال حذفي جام په فاینل کې د وروستیو ۳ کلونو ماتو وروسته اخر هم بورسیا ډورټمنډ لوبډلې وګټلو، چې په فاینل لوبه کې یې اینترخت فرانکفورټ لوبډلې ته ۲ د ۱ ګول په وړاندې ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.