ایسا: په خصوصي سکټور کې افغانو ښځو ۳۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده

له پانګونې د ملاتړ ادارې چارواکي وايي، سره له دې چې په هېواد کې افغانې ښځې د امنيتي او فرهنکي ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم دوی د هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ کارونه کړي دي.

د یادې ادارې په وينا، د دغو لاسته راوړنو څخه یو هم د خصوصي سکټور په برخو کې د پام وړ پانګونه ده.

د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې یا ایسا رییس محمد قربان حقجو په هغه غونډه کې، چې د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی وو وویل، تر اوسه د افغانستان په سوداګرۍ خونو کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات د سوداګرۍ جوازونه اخیستل شوي، چې يوازې ۵ زره او ۸۰۰ جوازونه يې د مېرمنو په نوم ثبت شوي دي.

د دوی په وینا، دغه شمېره په سلو کې له یو څخه په کمه فیصدي، په پانګونو کې د افغانو ښځو د حضور ښودنه کوي.

نوموړي زیاته کړه:" په ایسا کې، چې کومې شمېرې له موږ سره ثبت دي؛ هغه ښځې، چې د مرستیالې، شریکې او یا هم مشرې په توګه په خصوصي سکټور کې برخه اخیستې د پانګونې کچه يې ۳۵۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي".

حقجو زیاتوي، چې د تېرو دوو کلونو په پرتله په افغانستان کې د پانګونې کچه کمه شوې ده.

په همدې حال کې ځينې ښځينه سوداګرې هم په افغانستان کې د امنیت نه شتون، د ښځو پر وړاندې د خلکو منفي ذهن، د بازار موندنې له پاره د مناسب مارکېټ نشتوالی او له سوداګرو ښځو د خلکو نه ملاتړ او نور هغه ستونزې ګڼي، چې دوی يې اندېښمن کړي دي.

د شیرین قهرمان شرکت مسووله حنیفه فاطمي وايي:" دا چې سوداګرې ښځې مارکېټ نه لري، د حکومت او هغه بنسټونو له لوري ورته پام نه کيږي، چې ځانونه د ښځو ملاتړ کوونکي بولي او په ځلونو د حکومت له لوري د خپلو وعدو نه عملي کول دا ټول زموږ ستونزې دي".

په همدې حال کې د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې مسوولین وايي، چې د ښځو له پاره به په نژدې راتلونکي کې تشویقي برنامې جوړې کړي او په دې سره به د ښځو بنیادي ستونزې هم کمې شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام