په ایران کې د ولسمشرۍ ۱۲ پېر ټاکنې، د شوراګانو او د اسلامي شورا مجلس منځني پېر ۵ دورې ټاکنې د تهران په وخت د ګهیځ ۸ بجو راهیسې پيل شوي او خلک د رایه ورکولو مرکزونو ته ورروان دي.
په دغو ټاکنو کې حسن روحاني، ابراهیم رییسي، مصطفی هاشمي طبا او مصطفی اقا میر سلیم، سیالي کوي.
له دې مخکې د نګهبان شورا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپلو ۶ غړو ته د ګدون اجازه ورکوې وه، چې د ټاکنیز کمپاین په وروستۍ ورځ ۲ نوماندان د یو بل په ګټه تېر شول.
په ایران کې خلک په خورا لېوالتیا د رایه ورکولو مرکزونه ورځي او د ریپوتونو له مې د نن ورځې د ماښام تر ۶ بجو خلک رایه ورکوي.
په دې ټاکنو کې په شرایطو برابرو رایه ورکوونکو شمېر ۵۶ میلیونه، ۴۱۰ زره او ۲۹۴ کسان ښودل شوي، چې له دې شمېره یو میلیون، ۳۵۰ زره او ۲۹۴ کسان به خپلې رایې وکاروي.
ایراني چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په ټول هېواد کې یې ۶۳ زره د رایه کولو مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.