افغان حکومت د اپټا هوکړه لیک په برخه کې د هندوستان را ګډېدو ته هر کلی وکړ.
په همدې حال کې د پاکستان د سودا ګرۍ وزارت وايي، چې په اپټا پروژه کې د هندوستان را ګډېو پرېکړه لا له وخته مخکې ده او په دې اړه باید د هغوی هېواد سلام مشورې وکړي.
د سه شنبې په ورځ ( اپریل ۱۴) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني د يوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې هندوستان غواړي د اپټا سوداګريز هوکړه لیک سره يوځای شي.
مستغني زياته کړه، چې افغانستان د اپټا هوکړه لیک سره د هندوستان د يوځای کېدو له اعلان نه هر کلی کوي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وویل، د دغې هوکړې سره د هندوستان يوځای کېدل به، د افغانستان په ګټه وي.
تېره پنجشنبه د يوې ګډې ناستې په ترڅ کې افغانستان، پاکستان او تاجکستان په دغه برخه کې پایلې ته سره ورسېدل.
له ناستې وروسته هندي چارواکو هم اعلان وکړ، چې هېواد يې د اپټا له سوداګريزې هوکړې سره د يوځای کېدو په باب چمتو والی لري.
اخوا بیا تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيکولاس هيسم د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدين رباني سره د کتنې پر مهال ويلي، چې ملګري ملتونه د سيمې او نړۍ هېوادونو سره د وروستيو سوداګريزو او سياسي اړيکو له جوړولو هرکلی کوي او په دغه برخه کې ملګري ملتونه د افغانستان ملاتړ کوي.
ياده دې وي، چې له دې وړاندې د سوداګريو او صنايعو وزارت ویاند مسافر قوقندي ويلي و، چې د اپټا له هوکړه ليک څخه يواځېنۍ موخه په سیمه کې افغانستان په يوې ترانزيتي هېواد بدلول دي.
په پام کې ده، چې په راتلونکو نژدې ورځو کې د اپټا هوکړه ليک په اړه په کابل کې هم يوه ناسته وشي.
د سودګرایزو چارو د کارپوهانو په نظر د هندوستان را ګډېډل اپټا ته لا قوت وربښي، خو د پاکستان مخالفت به یې له ستونزو سره مخ کړي.