ايراني پوليسو ۵۷ افغانان له شکنجې وروسته هريرود سيند ته غورځولي

نن سهار ايراني پوليسو ۵۷ افغانان له شکنجې وروسته هريرود سيند ته غورځولي. له دې ډلې يو ژغورل شوی کس سلام‌وطندار ته وايي، ايراني پوليسو دی او ۵۶ نور ملګري يې چې ايران ته د تګ تکل يې درلود، له شکنجې وروسته سيند ته غورځولي دي. د نوموړي په وينا، له دې ډلې يوازې ۲۳ یې ژغورل شوي دي.

بل ژغورل شوی کس نورمحمد وايي، دوی د هرات ولايت د ګلران ولسوالۍ دهانه ذوالفقار سيمه کې د ايراني پوليسو له لوري نيول شوي دي او ايراني سرتېرو له شکنجې وروسته دوی ټول هريرود سيند ته واچول. نوموړی وايي، يو ساعت وروسته يې د ۱۳ کسانو مړي له اوبو راوويستل.

نورمحمد له سلام‌وطندا سره خبرو کې وايي، ايراني پوليسو دوی ته ګواښ وکړ چې يا به سيند ته ځان اچوي او يا يې هم دوی په ډزو ولي او وژني يې. د نوموړي په وينا، دی او ملګرو يې سيند ته له غورځېدو وړاندې يوه شپه او ورځ د ايران له سرحدي پوليسو سره په زندان کې تېر کړي دي.

د هرات د کشک رباط‎‌سنګي ولسوالۍ اوسېدونکی محمداصف چې د ورور او د ماما د زوی د مړيو لېږد پسې د هرات حوزوي روغتون ته راغلی هم وايي، ايراني پوليسو يې ورور او د ماما زوی له شکنجې وروسته سيند ته اچولي دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار حسیني دا پېښه تاييدوي او وايي چې د ايراني پوليسو له لوري ۵۰ افغانان له شکنجې وروسته سيند اچول شوي دي.

عبدالستار حسیني په دې پېښه کې د ۱۲ کسانو مړينه تاييد کړه او ويې ويل چې ۱۳ کسان ژغورل شوي دي او له نورو خبر نه لري.

د هرات  د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي سلام‌وطندار ته وايي چې تر اوسه پورې د ۵ کسانو مړي ياد روغتون ته وروړل شوي دي. نوموړي زياته کړه چې يو مړی له ټپي کېدو وروسته سيند کې ډوب شوی او نورو يې اوبو کې ساه ورکړې.

د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد هم د ايراني پوليسو له لوري د افغانان ډوبېدل تاييدوي او وايي، د يادې پېښې په تړاو يې څېړنې پيل کړې دي.

خو په هرات کې د ايران قونسلګري د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ۵۷ افغانانو نيول او په اوبو کې ډوبول رد کړي دي او زياته کړې يې ده چې ايراني پوليس په دې پېښه کې هېڅ ښکېل نه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام