اندېښنې؛ په خوست کې د قابله‌ګانو روغتيايي مرکزونه تړل کېږي

خوست کې نجونې او ځېنې روغتیایي مسوولان اندېښمن دي چې که د قابله‌ګانو او نرسانو روزنیز مرکز ګردېز ته ولېږدول شي؛ خوستوالې نجونې او مېرمنې به هلته د ورتګ اجازه ونه‌لري.

دغه مرکز خوست کې هر دوره پنځوس روغتیاپالانې فارغوي؛ خو ګردیز ته په لېږد سره به یوازې لس نجونې ورتللی شي.

خوستۍ زده‌کوونکې سلګۍ او مدني فعاله زینب افغان سلام وطندار ته وویل چې خوست کې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه شوې او ډېرې نجونې د قابله‌ګۍ مسلک ته لېوالې دي.

 دوی اندېښنه ښيي چې د کلتوري او امنیتي ستونزو له امله به څوک د ګردیز قابله‌ګۍ روزنې عالي مرکز ته د ورتګ زړه ښه نه‌کړي.

د خوست عامې روغتیا رییس ګل‌ حبیب‌شاه انصاري وايي، تر اوسه داسې کومه پرېکړه نه‌ده شوې چې د قابله‌ګۍ مرکز دې ګردیز ته ولېږدول شي؛ خو په وینا یې، پکتیا هم د خوست خپل زون دی او دی د مرکزونو تبدیلۍ کومه لویه اندېښنه نه بولي.

د ده په خبره، که مرکز ګردېز ته ولېږدول شي؛ بیا به هم په خوست کې یوه څانګه فعاله ولري.

خو په عامې روغتیا وزارت کې د پکتیا  زون مسوول، ډاکټر حضرت اکبري سلام وطندار ته وویل، د ولسمشر د فرمان له‌مخې د لویې پکتیا مرکز ګردیز بلل شوی، پر همدغه اساس غوره وګڼل شوه چې د قابله‌ګۍ او نرسنګ روزنې مرکز له خوسته ګردیز ته ولېږدول شي. دی وایي، په‌دې مرکز کې به د خوست، غزني، پکتیا او پکتیکا زده‌کوونکې د ونډې له‌مخې په ګردیز کې د قابله‌ګي او  نرسنګ مرکز کې زده‌کړې وکړي.

د ښاغلي اکبري په باور، زیاتې نجونې او مېرمنې به لیوالتیا او ستونزې لري؛ خو وايي چې ګردیز کې به د نرسنګ عالي انسټټیوټ  جوړېږي او زیاتې قابله‌ګانې او نرسانې به په‌کې روزل کېږي.

خوست امن ولایت دی؛ خو بیا هم زیات روزنیز مرکزونه ترې پکتیا مرکز ګردیز ته ولېږدول شول.

خوستوال وايي، د پلازمېنې کابل مسوولانو او پلاوو د لارې اوږدوالي لنډولو او د خوست په ادارو کې د کمزوري مدیریت په پار له خوسته زیات روزنیز مرکزونه د پکتیا مرکز ګردیز ته ولېږدول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام