د امریکا لوی درستیز جوزف ډنفورډ وايي چې د افغانستان وضعیت نظامي حللاره نهلري او طالبان هم په جګړه کې «نه ماتېږي».
نوموړي تېره ورځ په هالیفاکس نړېواله غونډه کې چې کاناډا کې جوړه شوې وه وویل، «زما په باور، عادلانه ده چې طالبان اوسمهال د جګړې بایلونکي نهدي».
دا د امریکا لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې له طالبانو سره د جګړې په اړه دا ډول اعتراف کوي.
ډنفورډ زیاته کړه، نظامي لارېچارې د افغانستان بحران نهشي حلولای او همدا لامل دی چې امریکا او ناټو هڅه کوي چې د سیاسي، نظامي او اقتصادي فشارونو له لارې یاده ډله اړ باسي چې له افغان حکومت سره د سولې مېز ته کېني. نوموړی دا ډول هڅې د افغانستان په جګړې کې د خپلې بریا یوازینۍ لار بولي.
پهدې وروستیو کې د افغان سولې به اړه د امریکا هڅې ډېرې شوي او سولې ته د رسېدو لهپاره یې زلمی خلیلزاد هم د افغان سولې لهپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وګوماره.