امرخېل: طالبانو ۱۱تنه یرغمل کړي، د پاکستاني ملا په فتوا وژلي

د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، چې وسله والو طالبانو برمته کړي، کسان د یو پاکستاني ملا په فتوا سره وژلي دي.

د جنرال امرخېل په وینا، د دوی فتوا له کوېټې ښارنه ورکړل شوې وه، چې دغه کار د ټولو دیني او جنګي قوانینو خلاف عمل دی.

دغه کسان د غزني ولایت په اندړو ولسوالې کې تېره ورځ ماښام ناوخته وسله والو طالبانو وژلي دي.

د غزني ولایت د سیمه ییزو چارواکو په خبره، دغه خلک څه وخت مخکې وسله والو طالبانو یرغمل کړي وو او پرون ماښام یې د اندړو ولسوالۍ په کمال خېلو کلي کې په ډزو وژلي دي.

د دې  ولایت امنیه قوماندان وايي، چې وسله والو طالبانو دغه کسان د وردګو ـ غزني، زابل ـ غزني، او پکتیکا ـ غزني په لویه لارو کې نیولي وو، چې په دغو کسانو کې د ملي امنیت، پولیسو او د ملي اردو سرتېري شامل وو.

دی زیاتوي، "قرباني" شوي کسانو په پکتیکا ولایت کې دندې لرلې.

ټاکل شوې ده، چې د وژل شویو کسانو جسدونه به له سیمې نه د غزني مرکز او ځېنې نور به کابل ته ولېږدول شي.

د غزني والي محمد امان حمیمي وايي، وسله والو طالبانو دغه کسان د دوو میاشتو په اوږدو کې نیولي وو.

د غزني ولایت د سره صلیب ادارې ویلي دي، چې دغه وژل شوي کسان یې روغتون ته راوړي دي.

د سره صلیب مامورین وايي، چې د وژل شویو کسانو لاسونه په زنځیرونو تړل شوي وو او وجودونه یې په ګولیو سوري ، سوري شوي دي.

دی وايي، چې دغزني ولایت امنیتي ځواکونو د دوی د خلاصون له پاره هڅې کړې وې، خو په خلاصون یې بریالي شوي نه وو.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام