کرکټ نړیوالې شورا ( اې، سي، سي) د روان ۲۰۱۶ م ز کال په ۲ مه عمومي غونډه کې، چې په مرکزي دفتر (دوبۍ) کې ترسره شوه اعلان وکړ، چې افغانستان او ایرلینډ کرکټ بورډونه به اضافه ۵ سوه زره امریکایي ډالره ترلاسه کړي.
کرکټ نړېوالې شورا په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دغه اضافه پیسې به دواړه هیوادونه د نورو زیاتو نړیوالو سیالیو برابرولو په موخه ترلاسه کړي.
دا چې افغان کرکټ بورډ به پدغو پیسو څه وکړي او اوسمهال کرکټ بورډ د کومو بشپړ غړیتوب لرونکوهېوادونو سره ملي لوبډلې ته د سیالیو برابرولو خبرې روانې کړې دي څه نه وایي.
د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، دا چې افغان کرکټ بورډ به د نړیوالې شورا له خوا په ځانګړو شویو اضافه ۵ سوه زرو امریکایي ډالرو څه وکړي ډير ژر ولس ته معلومات ورکړي.
هوتک تیره اونۍ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې اعلان کړی و، چې افغان کرکټ بورډ اوسمهال د څوو بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د نړیوالو سیالیو برابرولو په موخه په خبرو بوخت دی.
کرکټ نړیواله شورا پلان لري، چې دواړه هیوادونه د زیاتو دوه اړخیزو نړیوالو سیالیو په برابرولو سره په نړیواله درجه بندۍ کې خپل مقام کې مخکیوالی راولي.
د کرکټ نړیوالې شورا د پلان له مخې به د راتلونکې ۲۰۱۷ کال سبټمبر میاشتې تر ۳۱ مې نیټې به یوازې ۸ مخکښه لوبډلې نیغ په نیغه په ۲۰۱۹ م ز کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدو چانس ولري او ۲ لوبډلې به د ټاکنیز پړاو وروسته دغه جام کی د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.
د کرکټ نړیوالی شورا له خوا تېرکال افغانستان او ایرلینډ د (ورلډ کرکټ لیګ) سیالیو څخه وویستل شول او د نړۍ د نورو ۱۰ بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو په څیر په (فیوچرټوروزپروګرام) کې شامل شو.
د دې نوي پروګرام له مخې افغانستان او ایرلینډ اجازه لري، چې څومره وغواړي د نړۍ له هرې لوبډلې سره نړیوالې سیالۍ برابرې کړي، خو تر اوسه په کې افغان کرکټ بورډ پاتې راغلی دی.
په داسې حال کې، چې ایرلینډي کرکټ بورډ روان کال له پاکستان، سریلانکا، سویلي افریقې او د نړیوال جام اتلې اسټرالیا سره ۵۰ اوریزه نړیوالې سیالۍ برابرې کړې دي افغانستان بیا د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره هیڅ سیالۍ په خپل مهال ویش کې نه لري او په جولای میاشت کې به یواځې له سکاټلینډ، ایرلینډ او هالینډ سره لوبې ولري.
له تېرو ۷ کلونو راپدیخوا افغانستان له کرکټ نړېوالې شورا سره د ۵۰ اوریزه نړیوالو لوبو امتیاز لري، خو تراوسه افغانستان یواځې له پاکستان، اسټرالیا او زمبابوې سره ۱۱ دوه اړخیزه نړیوالې سیالۍ برابرې کړې دي چې په هیڅ حساب دي.
افغانستان اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا په ۵۰ اوریزه لوبو درجه بندۍ کې له دواړو بشپړ غړیتوب لرونکو زمبابوی او سرسختې دویمې درجې ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلو څخه وړاندې ۱۰ م مقام له ځان سره لري، خو بیا یې هم د افغانستان کرکټ بورډ اداره افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د نړیوالو سیالیو له پاره د نړۍ د مخکښو لوبډلو په قناعت کولو کې پاتې راغلې ده.