افغانستان کې نوي خیالي کلینکونه جوړ شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار پرون په افغانستان کې د روغتیایي ګډون تړونونو پروګرام په اړه خپل رپوټ خپور کړ.

په دغه رپوټ کې ویل شوي، چې په افغانستان کې ۹۰ روغتیایي مرکزونه، تش په نوم د (USIAD) په لګښت جوړ شوی دي.

د سیګارپه دغه راپور کې راغلي دي، چې د ۲۱۰ میلیونه ډالرو پر ارزښت یې د روغتیا وزارت پروژې څېړلي دي.

د رپوټ موندنې ښیي، چې ۱۳ مرکزونه تکراري دي، د همغږۍ ۳۰ مرکزونه له رپوټونو سره سمون نه لري او د همغږۍ ۱۲ مرکزونه د ولسوالیو له معلوماتو سره اړخ نه لګوي.

تر دې مخکې سیګار په یو راپول کې ویلي وو، چې په افغانستان کې میلیونونه ډالر په خیالي ښوونځیو هم لګېدلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د مرستو د څار ادارې سیګار ویلي وو، چې د افغانستان پر خیالي ښوونځیو او زده کونکو ۷۶۹ میلیونه ډالره لګېدلي دي.

د سیګار مشر جان اف سوپکو په دغه راپور کې ویلي و، چې د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ په افغانستان کې خیالي ښوونځي جوړ کړي او ۷۶۹ میلیونه ډالره اختلاس یې کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څېړونکي یا د سیګار مشر جان اف سوپکو په دغه رپوټ کې داسې څرګندونې کړې وې" د پوهنې اوسني وزیر رپور له مخې د افغانستان په نا امنو سیمو کې هېڅ ښوونځی خلاص نه‎ دی، خو پخوانیو چارواکو په شمېرو کې لاسوهنه کړې ده او پیسې یې اختلاس کړي دي. دغه ادعاوې ښيي چې کېدای شي متحده ایالات، د هغو ښوونځیو لپاره، چې موجود نه‎ وي؛ پیسې ورکړي وي".

خو د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ دغه ادعاوې رد کړې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام