
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړي وايي، دوی له افغان حکومت سره پخوا هم د سولې خبرې اترې کړې وې، خو داسې نتیجې ته نه و رسېدلي لکه په دې وروستيو کې، چې د سولې عالي شورا د غړو سره یوې مثبتې پایلي ته نژدې شوې دي.
دوی پر افغان حکومت نيوکې کوی، چې د مخالفو ډلو سره دوه ګونی چلند کوي.
د حزب اسلامي د پخواني رهبرۍ غړي قطب الدین هلال نن پنجشنبه (مارچ۳۱مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې حزب اسلامي له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ښه پوره نیت لري، چې په دغو مذاکراتو کې ګډون وکړي او یوې ښي پایلي ته ورسیږي.
هلال زیاته کړه، مخکې تردې حکومت سره د سولې خبرې اترې شوې وې، خو په وینا يې داسې نتیجې ته نه و رسېدلي لکه په دې وروستيو میاشتو کې چې د سولې عالي شورا سره تفاهم ته نږدې شوي.
د هلال پروينا، حکومت د سولې خبرو اترو په برخه کې له ټولو مخالفو اړخونو سره دوګانګي کوي او باید په دغه برخه کې یو واحد موضع نه خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه، اوس هم ځينې موارد شته، چې هوکړې پرې وشي او د اعتماد فضا رامنځ ته شي.

هلال دا هم ویلي، چې باید د سولې په خبرو اترو کې باید پر سترو ملي مسایلو بحث وشي.
دغه راز د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطا الرحمن سلیم وویل، چې د حزب اسلامي له خوا استول شوې پلاوې سره يې دوې غونډې تر سره کړي او د کلیاتو په اړه ورسره بحث شوی.
سلیم زیاته کړه، چې د راتلونکې اونۍ شنبې په ورځ به له پلاوي سره درېیمه ناسته ولري، چې په دغه ناسته کې به په جزیاتو بحث وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د پاکستان د جوړیدو ملي ورځې په مناسبت غونډه کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان سفیرله ترهګرې سره د مبارزې، ګډو ګټو او ګډو ګواښونو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د اعتماد سازۍ په برخه کې یوازې د ديپلوماتیکو اړیکو تقویت بسنه نه کوي، بلکې د دواړو هیوادونو مدني بنسټونو او خلکو همکاري هم خورا ارزښت مسایل دي.





