افغانستان په اسیایي والیبال سیالیو کې د برونزو مډال وګټلو

د بنګله دېش په کوربتوب د مرکزي اسیا والیبال سیالیو کې افغانستان د درېیم مقام ترلاسه کولو لپاره نیپال ته ماتې ورکړه.

په دغې بریا سره افغانستان د ګډون کوونکیو ۷ لوبډلو په کتار کې درېیم مقام وګاټه او د (برونزو) مډال یې ترلاسه کړ.

 د مرکزي اسیا والیبال سیالۍ د څو ورځو راپه دېخوا د بنګله دېش په پلازمینې (ډهاکه) سرپټي لوبغالي کې پیل شوې وې، چې تېره ورځ د مالدیف په اتلولۍ پاې ته ورسیدلې.

د مالدیف لوبډلې په وروستۍ (فاینل) لوبه کې د ترکمنستان سیاله لوبډله له ماتې سره مخ کړه او د اتلولۍ په خپلولو سره یې د (سروزرو) مډال ترلاسه کړ.

که څه هم افغان والیبال ملي لوبډله په دې سیالیو کی نیمه پای لوبو ته رسیدلې وه، خو د مالدیف پر وړاندې ماتې له مخکې تګ بې برخې شوې وه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د روانو سیالیو په نیمه پای لوبه کې مالدیف ۳-۲ سیټونو کې افغانستان ته ماتې ورکړه او فاینل ته ورسېده.

که څه هم په نیمه پای لوبه کې افغان لوبډلې د مالدیف خلاف لومړي دوه سیټونه ۲۵-۲۳ او د ۲۵-۱۷ پر وړاندې وګټل، خو ورپسې دوو سیټونو کې مالدیف افغانستان ته۲۵ – ۱۷ او ۲۵ – ۱۸ امتیازونو سره ماتې ورکړه او لوبه یی برابره کړه.

معلومات ښيي، چې په وروستي او پریکړه کوونکي سیټ کې افغانستان ۱۲ د ۱۵ امتیازونو پر وړاندې ماتې ومنله او فاینل ته په رسېدو کې پاتې راغله.

دغه راز په دوهمه نیمه پای لوبه کې بیا ترکمنستان خپلې سیالې نیپالۍ لوبډلې ته په اسانۍ سره ۳- ۰ ماتې ورکړه او د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه یې د مالدیف خلاف فاینل ته لاره پیدا کړې وه.

د مرکزي اسیا په والیبال سیالیو کې د افغانستان په ګډون د مالدیف، ترکمنستان، ازبکستان، نیپال، بنګله دېش او قرغزستان لوبډلو برخه اخیستې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام