افغانستان هر کال د کبانو له ۷ زرو ټنو ډېره غوښه تولیدوي

د کرنې، مالداري او اوبولګولو وزارت چارواکي وایي، په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د کبانو د روزنې د درېیوو دولتي فارمونو ترڅنګ له ۲ زرو ډېر د کبانو خصوصي فارمونه جوړ شو‌ي‌دي.

د کرنې وزارت د مالداري ریاست د کبانو روزنې د څانګی مدیر خلیل‌الله فروغ سلام وطندار ته وویل چې د کبانو روزنې ډېر فارمونه په کابل، بلخ، هلمند، روزګان، کندهار  فراه، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې جوړ شوي چې شمېر یې ۲ او ۲۴۹ ته رسېږي.

د ښاغلي فروغ په وینا، له‌دې دومره فارمونو سره ـ سره لا هم افغانستان د کبانو غوښې د تولید په برخه کې ځان‌بساینې ته نه‌دي رسېدلي. د ده په خبره، افغانستان اوس هر کال د کبانو ۱۲۰ میلیون ټنې غوښې ته اړتیا لري چې ممکن په راتلونکي کې دې خودکفايۍ ته ورسېږو.

د کرنې وزارت دغه مسوول زیاته کړه چې د افغانستان د اړتیا وړ د کبانو غوښه د ژمي په موسم کې له ایران او پاکستانه واردېږي.

په افغانستان کې دوه ډوله کبان روزل کېږي چې یو یې د ګرمو اوبو کبان او بل یې د سړو اوبو کبان ګڼل کېږي چې د ګرمو اوبو هغو ته خوراکي توکي په کور دننه چمتوکېږي او د سړو اوبو کبانو خوراکي توکي له ایرانه واردېږي.

په فاریاب کې د کبانو یو فارم‌لرونکي غلام‌نبي یوسفي وایي، پنځه کاله مخکې یې د کب‌روزنې ته مخه کړې او هر کال د کبانو ۴۵ ټنه غوښه تولیدوي.

ښاغلي یوسفي زیاته کړه، هڅه کوي تر راتلونکیو دوو کلونو دا اندازه په کال کې ۱۲۰ ټنو ته لوړه کړي. د ده په خبره په دوو کلونو کې یې پانګه ۱۶۵ زره ډالره زیاته شوې‌ده.

د کرنې او مالداري وزارت د مالداري ریاست د کبانو روزنې څانګې مدیر وایي چي اوس‌مهال د کبانو د تکثیر فارمونه په کابل، د هرات په چشت ولسوالۍ او د کاپیسا په کوهستان کې فعالیت لري.

د کرنې وزارت د شمېرو له‌مخې، هر کال د کابل او کاپیسا په فارمونو کې د کبانو ۸۰۰ زره بچیان تولیدېږي او بیا فارم‌لرونکیو ته ورکول کېږي. له‌دې سره هم‌مهاله د تکثري فارم په فعالېدو سره د هرات د چشت ولسوالۍ فارم به په راتلونکي کال کې ۴۰۰ زره قطعې واړه کبان تولید او فارم‌لرونکیو اشخاصو ته به تسلیم کړای شي.

په ټوله کې د کرنې وزارت مالداري ریاست د کبانو روزنې څانګې چارواکي په غیرمعیاري توګه د کبانو ښکار د اندېښنې وړ بولي او وایي، سره له‌دې چې په غیرمعیاري ډول د کبانو ښکار بند دی؛ خو د دې چارې زیاتوالي د کبانو، په ځانګړي توګه د بومي کبانو نسل له ګواښ سره مخ کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام