افغانستان د صحرا ټورنامنټ سیمې فاینل ته ورسید

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له" نیمیبیا" کرکټ ملي لوبډلې څخه لوبه وګټله، چې د همدې لوبې په ګټلو سره دا د افغانستان درې پرله‌پسې لوبې وې، چې و يې ګټلې.

د کریک انفو ویبپاڼې د معلوماتو له‌مخې، افغان کرکټ ملي لوبډلې نمیبیایۍ کرکټ ملي لوبډلې ته په ۶۴ منډو ماتې ورکړه او په رسمي توګه "سیمې فاینل" ته ورسیده.

په پام کې ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله دروان جام لومړۍ نیمه‌پای لوبه سبا جمعه له غربي مخکښې د افغانستان په وخت ۱۰ نیمې بجې له سکاټلینډ او یاعمان کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

په نننۍ سیالۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډله له ۳ بدلونونو سره میدان ته ښکته شوه، چې وروستۍ نړیوال ټورنامنټ لوبوونکی نوروزمنګل، ځوان نوین الحق او حمزه هوتک ته د لوبېدو چانس ورکړل شوی وو.

په نننۍ سیالۍ کې بیا دواړه تیزبالران دولت ځدران او فرید ملک ته د نجیب ترکي ترڅنګ ارام ورکړل شوی و.

په سیالۍ کی افغان کرکټ ملي لوبډلې د پچې ګټلو وروسته لومړۍ لوبه وکړه، چې د سمیع‌الله شینواري د ۳۵ او نوروزمنګل د ۳۲ منډو په مټ یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

په ځوابي لوبه کې نمیبیایۍ کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان بالینګ په وړاندې سم ځواب ور نه کړای شو، چې په ۳۸ منډو یې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو وروستیو لوبغاړو یې ښه لوبه وکړه.

د نمیبیا کرکټ ملي لوبډله په وروستۍ اور کې د راشد ارمان د ۳ او حمزه هوتک د ۲ ویکټو په مټ په ۱۰۳ منډو وسوځیده او په سترې ماتې سره بې له کومې بریا یې روان ټورنامنټ سره مخه ښه وکړه.

د عربي اماراتو په کوربتوب د ۸ دویمه درجه کرکټ لوبډلو ترمینځ د پیل شوي لومړي صحرا ټورنامنټ وروستۍ لیګ لوبه نن شپه د سکاټلیڼډ او عمان کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ ترسره کیږي.

د نن شپی بایللونکی لوبډله به سبا د افغانستان خلاف په لومړۍ نیمه‌پای لوبه کې ولوبیږي، خو ګټونکی لوبډله به بیا دایرلینډ خلاف د سبا ورځې په دویمه نیمه‌پای لوبه کې فاینل ته د رسیدو په موخه لوبه وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د سبا ورځې ۲ نیمه‌پای لوبو وروسته به د اتلولۍ ګټلو له‌پاره وروستۍ لوبه هم سبا د افغانستان په وخت د شپې ۸ بجې په دوبۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام