افغانستان جاپان ته ۵ پر وړاندې د صفر د فوټبال لوبه و بایلله

د افغانستان او جاپان د فوټبال ملي ټيمونو لوبه، چې نن پنجشنبه (مارچ۲۴مه) د هېواد پر مهال ۳:۰۰ بجې پېل شوه، د جاپان د فوټبال ملي ټيم وکولای شو، چې افغانستان ته ۵ پر وړاندې د صفر ماته ورکړي.

لوبه د پېل نه د جاپان په ګټه روانه وه، ځکه جاپاني لوبغاړو د لوبې له شروع کېدو سره سم د افغانستان پر دروازې بريدونه پېل کړل.

د اټکل له مخې شاوخوا ۹۵ سلنه د افغانستان پر دروازه د جاپان له خوا بریدونه وشول، چې پر زیاتو ګولونو بریالي هم نه شول.

د کارپوهانو په وینا، د لوبې په لومړيو دقیقو کې افغانستان نسبتاً ښه دفاعي لوبه وکړه او تر ۳۰ دقیقو پورې د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړو د خپل ګول ښه ساتنه وکړه، خو له هغه وروسته بیا نتیجه برعکس شوه او جاپاني لوبغاړو وکولای شول، چې ۵ ګولونه د افغانستان دروازې ته ووهي.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم روزونکي پيټر شګرټ د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ویلي و، چې د جاپان د ټیم حمله يي لوبه به د افغانستان له پاره ډېره سخته تمامه شي، خو هغه ویلي و، چې د افغانستان ملي ټيم د دفاع له پاره پوره چمتووالی لري.

پټه دې پاتې نه وي، چې د جاپاني لوبغاړو د ملاتړ له پاره ۷۵ زره جاپانیان د فوټبال میدان ته ورغلي و.

د ویلو ده، چې له دې وړاندې هم د افغانستان ملي ټيم د جاپان له ملي ټيم سره د فوټبال لوبه کړې وه، چې په پای کې يې افغانستان ته ۷ پر وړاندې د صفر ماته ورکړې وه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام