افغانستان ته د ایراني توکو پر وارداتو له ۶۰ سلنو زیات لګښت کم شوی

پر ایران له اقتصادي بندیزونو له لرې کیدو وروسته افغانستان ته د ایراني توکو پر وارداتو له ۶۰ سلنو زیات لګښت کم شوی.   

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس سعد خطیبي وایي، وروسته له هغه چې اروپایي ټولنې او امریکې پر ایران بندیزونه لرې کړل، د ایران له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو د کانټینرونو لیږد لګښت له ۲۵۰۰ ډالرو څخه ۷۰۰ ډالرو ته رالویدلی دی.

خطیبي زیاته کړه، چې اوسمهال په ورځ کې د سوداګریزو توکو له ۱۰۰ زیات کانتینرونه، د ودانیو توکي او خوراکي شیان له اروپایي او اسیاسي هیوادونو په ځانګړې توګه چین، هند او ځینې عربي هیوادونو له ایران بندرونو څخه هرات ته راوړل کیږي.

دی وایي پرایران د بندیزونو په لرې کیدو افغان سوداګرو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د نوموړي پر وینا، په دې سره، د ایران له لارې نړیوالو بانکونو ته د ترانزیتي توکو اخېستو له پاره د پیسو لیږد ستونزه هم هواره شوې ده.

خو د هرات د صنعت ګرانو ټولنې رییس  حمیدالله خادم پر حکومت نیوکه کوي او وایي،  سره له دې چې د ایران له لارې افغانستان ته د وارداتي توکو د لیږد لګښت کې د پام وړ کموالی راغلی، خو بیا هم د هیواد په بازارونو کې د دغو توکو بیې نه دي ټیټي شوي.

افغانستان ته د ایران بندرونو له لارې د سوداګریزو توکو لیږد بیه په داسې حال کې راټیټیږي، چې د امریکې ولسمشر باراک اوباما د روان کال جنوری میاشت کې پر ایران لګیدلي اقتصادي بندیزو لرې کیدو حکم صادر کړ.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام