استمنا: د ځوانانو ناسپړل شوې ستونزه

استمنا د نشه یې توکو د روږدي کېدو په څېرده، چې یو شمېر ځوانان، تنکي ځوانان او د منځني عمر لرونکو کسان پرې اخته شوي دي؛ خو تل هڅه کېږي، چې په عمومي فضا کې په دې ستونزې خبرې ونه شي.

اقتصادي غربت، لوړ ولورونه، په ودونو کې ناوړه دودونه او بربنډو فلمونو ته د ځوانانو لاس رسی هغه لاملونه دي، چې ځوانان په استمنا (موټی وهل) روږدي شي.

په هرات ولایت کې ځېنې ځوانان په دې باور دي، چې استمنا د ځوانانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې معمولي کار ګڼل کېږي، چې دغه روږدې کېدا تر منځني عمر او حتا له واده کولو وروسته هم دوام کوي.

د دوی په خبره، په ټولنه کې په دې اړه نه پوهاوی، د دې لامل شوی، چې ځوانان د دې ستونزې له تاوان نه ناخبره پاتې شي.

مسعود د هرات ولایت یو استوګن دی او وايي، چې د ولور کچه زیاته ده او ځوانان نه شي کولی، په وړ عمر کې واده وکړي؛ له همدې وجې د بربنډو فلمونو بازار ته مخه کوي او بلاخره په استمنا روږدي کېږي.

د فیض احمد په باور د هېواد زیات شمېر ځوانان د اقتصادي ستونزو، ناوړه دودونو او په ودونو کې ملا ماتوونکو لګښتونو له امله نه شي کولی، په مناست عمر کې واده وکړي؛ نو ځوانان په استمنا روږدي کېږي او په ټولنه کې د جنسي تېریو پېښې هم زیاتېږي.

اسدالله تیمور د هرات ولایت یو بل اوسېدونکی دی. د نوموړي په باور هغه ځوانان چې له حده زیاته استمنا کوي له جدي ستونزې سره مخ کېږي.

په هرات ولایت کې د تناسلي ناروغیو متخصص غلام علي جلیس وايي، هغه کسان چې په استمنا روږدي دي، د جسمي ستونزو، عصبي اختلال، د مني په عدم اختیار، په کمزورۍ، بې حالۍ، د حافظې ضعف، د ژر خلاصېدو، د مېرمنې او خاوند تر منځ د مینې کموالي له جنجالونو سره مخ کېږي.

د هرات پوهنتون د ارواپوهنې استاد علي احمد کاوه وايي، استمنا له فردي ستونزې سربېره د کورني ستونزې لامل کېږي او حتا له واده وروسته د مېړه او مېرمنې په ژوند منفي اغیز کوي، ځینې وخت د بېوالي سبب ګرځي.

د دې استاد په خبره، په افغاني ټولنه کې د جنسي مسایل په اړه معلومات ورکول ناوړه دود بلل کېږي او زیاتوي، چې هېڅ شخص او بنسټ نه شي کولی، چې په دې اړه معلومات ورسوي.

کاوه وايي، په بهرنیو هېوادونو کې په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د استمنا او له ځوانانو سره د جنسي اړیکي په زیان زده ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام