د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینهپال وایي، د کابل بهیر د غونډې موخه له ترهګرې سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې اجماع رامنځته کول او په افغانستان کې د سولې ټینګښت دی.
د مینهپال پر وینا د کابل بهیر په لومړۍ غونډه کې د افغانستان امنیتي اندېښنې د ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو له استازو سره شریکې شوې او د دې غونډې ګډونوالو هم د ترهګرۍ د ځپلو په موخه د نړیوالې اجماع رامنځته کول اړین وبلل.
دواخان مینهپال وویل، د کابل بهیر غونډې به دوام پیداکړي، دا یوه پروسه ده او دایې پیل و.
دی وايي، په شروع کې جوته پایله نه شي ورکولی او په راتلونکو غونډو کې به یې پایلې جوتې شي.
د چارو یو شمېر شنونکي هم په دې باور دي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې اجماع رامنځته کولو او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لهپاره باید د روانو هڅو هرکلی وشي.
د سیاسي چارو شنونکی فردوس کاووش سلام وطندار ته وویل، چې هغه هڅې چې موخه یې د افغانستان لهپاره د یوې اجماع رامنځته کول دي باید دوا پیداکړي او د افغانستان په اړه اجماع هغه مهال رامنځته کیږي چې نړیوال او سیمه ییز قدرتونه خپلې سیالۍ افغانستان ته رانه وړي.
په هېواد کې د سولې د راوستو په موخه د کابل بهیر لومړنۍ غونډه د سه شنبې په ورځ کابل کې داسې مهال د سختو امنیتي تدابیرو لاندې جوړه شوه، چې له یوې اوونۍ له هیسې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د ترهګریزو پېښو په ترڅ کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.