احمدولي مسعود د ولسمشر له خوا امان الله خان ته ملي قهرمان ویل ناسم بولي

د احمد شاه مسعود ورور احمدولي مسعود وايي، دوه ورځې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان کې د اوسپنې پټلۍ پرانستلو پرمهال امان الله خان يي ملي قهرمان یاد کړ، په داسې حال کې چې د ملي قهرمانۍ لقب د لويې جرګې له خوا په رسمي ډول احمد شاه مسعود ته ورکړل شوی دی.

احمدولي مسعود د چهارشنبې پر ورځ کابل کې خبري غونډې ته زیاته کړه، چې د افغان ولسمشر غني له خوا امان الله خان ملي قهرمان یادول ناسم کار دی.

دی چې د "شهید احمد شاه مسعود" په نوم د یو بنسټ مشر هم دی زیاتوي، ولسمشر دې، امان الله خان ملي قهرمان نه بولي ځکه دغه لقب د اساسي قانون لويې جرګې په رسمي ډول احمد شاه مسعود ته ورکړی دی.

دغه بنسټ وايي، که څه هم دوی د هېواد ملي اشخاصو ته احترام لري، خو له حکومته هم غواړي چې د افغانستان ملي او میلیتي پيژندل شویو اشخاصو په هکله د احترام اصل په پام کې ونیسي.

احمد ولي مسعود د حکومت له مشرانو غواړي چې ژر تر ژره دې ددغو خبرو په تړاو وضاحت ورکړي.

هغه وویل: " دغه ډول حرکتونه او خبرې ریښتیاهم چې خلک غولوي او خلک له یو بل څخه لرې کوي دغه خبرې د افغانستان ماتوونکی حالت نور هم زیاتوي".

هڅه مو وکړه، چې د ولسمشر له خوا امان الله خان ته قهرمان ویلو په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو، خو د ارګ مطبوعاتي مسوولين د دغې موضوع په تړاو خبرو کولو ته چمتو نه شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام