د ټولنیزو شبکو یو شمېر کارکوونکیو تېره اوونۍ د «اترا چېرې ده؟» کمپیان پیل کړ.
دوی پر مخابراتي شبکو تور پورې کړ چې له خپلو پېرودونکیو پیسې غلا کوي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا مسوولانو تر یاد کمپاین وروسته نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له ټولو مخابراتي شبکو یې غوښتي چې سر له راتلونکې اوونۍ له څلورو برخو پرته په افغانستان کې اضافي خدمتونه بند کړي.
د اترا ادارې رییس محمدنجیب عزیزي وویل، د پېرودونکیو د پیسو د لګښت مخنیوي لپاره تر دې وروسته هېڅ مخابراتي شرکت اجازه نهلري چې پر خپل سر د پېردونکي له اجازې پرته د بېلابېلو خدمتونو کڅوړې چې د فعالېدو نېټه یې پای ته رسېږي، په اتومات ډول بیا فعالې کړي.
د نوموړي په وینا، د مخابراتي شبکو مسوولانو ورسره ژمنه کړې چې سر له راتلونکې اوونۍ به له بېړني حالت، امنیتي او مالیاتي مسایلو پرته خپل ټول اضافي خدمتونه بندوي.
عزیزي زیاتوي، هېڅ مخابراتي شبکه حق نهلري چې له دې وروسته د انټرنېټ کارونې په بدل کې په اتومات ډول د پېردونکیو پیسې وګرځوي.
د اترا مسوولان یادو شبکو ته خبرداری ورکوی، که په دې برخه کې یې بېغوري وکړه او یا یې هم په خپل سره له خلکو پیسې وګرځولې، جریمه به یې کړي.
عزیزي د ټیټ کیفیت انټرنېټي خدمتونو په اړه وايي، ټول مخابراتي او انټرنېټي شرکتونه باید د جواز له شرایطو او په دې اړه له شوې هوکړې سره سم خدمتونه وړاندې کړي.
د اترا اداره له مخابراتي شرکتونو غواړي چې خپلو پېرودونکیو ته د یو بنډل فعالېدو او بېرته لغوه کېدو د څرنګوالي په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.
دغه راز یاد مسوولان ټينګار کوي چې د مخابراتي شبکو پېرودونکیو ته د وړیا خدمتونو په برخه کې یوازې ۷ اړیکې وړیا دي، خو که تر دې زیاتېږي، هره اړیکه به یې یوه افغانۍ لګښت ولري.
د اترا رییس دا هم وویل چې د«اترا چېرې ده؟» ترسرلیک لاندې ټول شکایتونه به په مسلکي ډول وڅېړي او په دې برخه کې به شته ستونزې حل کړي.