آې ایس آې د طالبانو د استخباراتو مشران نيولي

خپاره شوي وايي، چې د طالبانو استخباراتو مشر ملامحمد زی د کوټې ښار ته نږدې په "دکوچلا" سیمه کې او د دغې ډلې د استخباراتو مرستیال محمد عیسی د کوټې ښار په غوث اباد سيمه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا نيول شوي دي.

په کوټه کې ليکوال او ازاد خبريال رزاق برق سلام وطندار ته وویل، چې دغه کسان د پاکستان استخباراتي ادارې له خوا په دې تور نيول شوي، چې له داعش ډلې سره يې مرسته کوله.

د هغه پر خبره له دې سره جوخت د بلوچستان په کوټې ښار کې تېره ورځ چاودنه شوې، چې د چاودنې له امله د پاکستان ۴ نظامي ځواکونه و وژل شول.

له چاودنې وروسته د پاکستان پوځ ۳۴ تورن کسان نيولي، چې په هغه کې د طالبانو د استخباراتي ادارې کارکوونکي هم شامل دي او داسې هم ويل کيږي، چې دغه پېښه د طالبانو د استخباراتي چارواکو له نيولو سره نېغ په نېغه تړاو لري.

په همدې حال کې د طالباني چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، چې ملاحمدزی او مرستیال يې محمد موسی دواړه هغه کسان دي، چې ملامنصور ته ډېر نږدې دي او د طالبانو په منځ کې ډېر نفوذ لري.

هغه له داعش سره د دوی د اړيکو درلودلو خبره ردوي، خو وايي چې دا پر پاکستان د زیاتو سیاسي فشارونو نتیجه ده.

کوهستاني زیاتوي، چې پاکستان مجبور شوی، چې اوس له افغان حکومت سره د سولې پروسه ګړندۍ کړي او په ښه توګه يې پرمخ بوځي.

د طالباني چارو دغه کارپوه په دې نظر هم دی، چې پاکستان د وسله والو طالبانو له ځپلو سخت ویريږي او وايي، پاکستان له دې ويريږي، چې کېدی شي همدغه ځپل شوي طالبان له پاکستاني طالبانو سره يوځای شي او د دغه هېواد پر ضد خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

دی وايي، چې د دې کسانو نيول ښايي د افغان چارواکو په غوښتنه شوي وي.

د طالبانو د استخباراتو د رییس مرستیال محمد موسی، ملامحمد عمر ته له نیږدې کسانو څخه و او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې د کندهار د والي په توګه دنده يې هم ترسره کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام