د موږک له زهرو استفاده، په ښځو کې د ځان وژنې تر ټولو عامه طریقه

ځان سوځونه، د دیازي پام، الپرازولام، ترامادول درملو استعمال، سړو اسلحو کارول لکه چاقو، تبر او نور هغه معمولې لارې دي، چې ښځې ځان وژنې پرې کوي؛ خو په دې وروستيو کې بیا د ښځو په منځ کې د موږکانو پر زهرو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي.

د رابعه بلخي روغتون د داخلې ناروغانو متخصصه  ډاکټره شهلا وردک امیري سلام وطندار ته وویل، چې د ښځو په منځ کې د موږک دوا په واسطه ځان وژنه زیاته شوې او هره اوونۍ له ۳ څخه تر ۴ پورې د موږکانو زهرو له وجې د ځان وژنې پېښې ثبتوي.

مېرمن وردک وايي، چې د موږک دوا د ځان وژنې له پاره تر ټولو بد زهر دی او که خوړونکی يې په یو ساعت کې روغتون ته و نه رسول شي، نو له منځه ځي.

په جمهوریت روغتون کې د ناروغانو د داخلې څانګې متخصص ډاکټر ګل محمد هاشمي وايي، چې دوی د موږک مرګ د دوا په واسطه د وژل شویو کسانو کره شمېره نه لري، خو روغتون ته د هرو ۴ مسمو پېښو یو يې د موږک دوا په واسطه وي.

هاشمي وايي، چې د موږک د مرګ دوا د "ارسنیک" په نوم زهري مواد لري، چې له استعمال وروسته سمدلاسه د وينې سیسټم ته داخليږي او له هغه وروسته بیا د انسان پر زړه او ماغزو حمله کوي.

د موږک د مرګ دوا څخه د ځان وژنې له پاره استفاده کول په هرات کې هم په یو فرهنګ بدل شوی دی.

د هرات ولایت سیمه ییز روغتون مدیر محمد رفیق شیرزی وايي، چې دوی د روان کال د پېل راهیسې ۳۹۸ د موږګ د مرګ دوا او نورو زهر لرونکو دارو ګانو د مسمومیت پېښې ثبت کړي دي، چې زیات خوړونکي يې ښځې دي.

په کابل کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر مرستیاله شبنم سیمیا د موږک مرګ د دوا په واسطه د ځان وژنې یو عمده لامل د دغه دوا په اسانه او ارزانه پېدا کېدو کې بولي.

نوموړې وویل، چې دغه زهر تقریبا په هر کور کې پېدا کيږي او کله چې ښځې د کورني تاوتریخوالي سره مخ کيږي، نو د ځان وژنې له پاره ترې کار اخلي.

هغې زیاته کړه، چې د ښځو دوسیو ته په عادلانه ډول نه رسېدنه، د سنتي جرګو شتون، فقر او بي سوادي هغه لاملونه دي، چې ښځې دغه ډول کارونو ته مجبوروي.

د مېرمن سیمیا پر خبره، که د ښځو دغو اساسي ستونزو ته رسېدنه و نه شي، نو له ښاره د موږک زهر د ټولو یا د دغه دوا پر بندیز ستونزه نه شي حلیدای.

د موږکانو په زهر کې ارسنیک او وارفرین زهریاتو سره سره نور وژونکي مواد هم شته، چې پر سږو او زړه باندې د ناوړه اغیزې ترڅنګ شخص د داخلي وینې بهیدو سره مخ کوي او له همدې وینې بهېدو له امله د مرګ تر کومې رسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام