د ملي امنیت شورا د سلاکار دفتر ویاند طارق ارین پهخپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار به د یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د پاکستانیو چارواکیو په رسمي بلنه، د امنیت، سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر مسایلو د بحث په هدف د روانې اوونۍ د سهشنبې په ورځ اسلاماباد ته سفر وکړي.
ځېنو پاکستاني رسنیو کې راغلي چې دا بلنه د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه له لوري ورکړل شوې او د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار سره به د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم ملګری وي چې د نورو مسایلو ترڅنګ به راتلونکې جون کې د ولسمشر محمد اشرف غني سفر په اړه هم خبرې وشي.
خو د چارو کتونکي محبالله شریف سلاموطندار ته وویل، د افغان چارواکیو دا باور چې پاکستان د سولې په تړاو د طالبانو دریځ بدلولی شي او د خبرو له لارې مسله حل کړي، یوه تېروتنه ده.
ښاغلی شریف وایي، پاکستان هم پهدې پوهېږي چې افغان چارواکي د دې کار په بدل کی هر څه ترلاسه کولی شي.
د هغه په وینا، که افغان حکومت د پاکستان پوځ او استخباراتو سره د معاملې کولو فکر کوي چې سیاسي لوبه ورته اسانه کړي؛ دا هم یوه تېروتنه ده او پاکستان هېڅکله هم د افغانستان په اړه ریښتونی نهدی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په مشرۍ پلاوۍ داسې مهال روانه اوونۍ پاکستان ته سفر کوي چې لهدې مخکې هم افغان چارواکیو هېواد کې د سولې ټینګښت او د جګړې پای ته رسولو لهپاره په وار ـ وار پاکستاني چارواکیو سره د خبرو لهپاره دې هېواد ته سفرونه کړي؛ خو دغو هڅو تر اوسه مثبته پایله نهده ورکړې.