د سولې لویې مشورتي جرګې پای‌غونډه

لویه مشورتي جرګه نن درېیمې ورځې ته وغځېده. دغې جرګې نن په خپله وروستۍ غونډه کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه خپل پرېکړه‌لیک اعلان کړ.

د ولسمشر غني ترڅنګ، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشر مرستیالانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رییسانو او غړیو، قاضي‌القضات، محمدکریم خلیلي، محمد محقق او نورو سیاسي شخصیتونو په دې جرګه کې ګډون کړی و.

د دې جرګې رییس عبدالله عبدالله لویې مشورتي جرګې په پای‌غونډه کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د جرګې پرېکړه تاریخي وبلله او دا یې د افغانستان په خیر یاده کړه.

عبدالله د امنیتي ځواکونو له زیار نه هم مننه وکړه چې د جرګې لپاره د ترتیبانو نیولو له پیل راهیسې یې د جرګې امنیت وساته او د خطرونو او سترو توطیو مخه یې ونیوله.

نوموړي وویل چې د جرګې پرېکړې وروستیو پلمو ته هم د پای ټکی کېښود.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام