د غور د پسابند ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د طالبانو د اقتصادي تحریمونو دوام د دې لامل شوی چې د دې ولسوالۍ بازار کې د لومړنیو توکیو بیه دوه برابره لوړه شي.
دوی ادعا کوي چې طالبانو تازه خبرداری ورکړی، که ژر تر ژره خپلو سیمو نه کډه ونهکړي؛ له لوږې به مړه شي.
د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکي زیاتوي، طالبان د خوراکي توکیو پر قطع کولو سربېره، د شپې لهخوا د خلکو کورونو ته ورځي، هغوی ځوروي او خلک برمته کوي.
د دوی په وینا، طالبانو تېرې یوې اوونۍ کې ۳ کسان له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.
د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکي له محلي او مرکزي چارواکیو غواړي چې دې ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو لهپاره ژر تر ژره عملیات پیل کړي.
د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان هم د پسابند ولسوالۍ د اوسېدونکیو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، کهچېرې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکیو وضعیت ته پام ونخشي؛ انساني ناورین به رامنځته شي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د پسابند ولسوالۍ د اوسېودنکیو ستونزو په منلو سره وايي، حکومت لا هم د طالبانو پر وړاندې له سولهییز سیاسته کار اخلي.
د هغه په وینا، که طالبان د خلکو له ځورولو لاس وانهخلي؛ امنیتي ځواکونه به د دې ډلې د ځپلو لهپاره عملیات پيل کړي.
د غور پسابند ولسوالۍ د ۱۵۰ زره نفوس په لرلو سره د دې ولایت له مرکزه ۱۷۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري او نږدې یو کال کېږي چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له اقتصادي تحریم سره مخ ده.
ورته مطالب:
طالبان غور کې له مدرسو جنګیالي جذبوي





