معترض نوماندان ولسمشرۍ ټاکنې تحریموي

د ولسي جرګې ځېنې معترض نوماندان د دې جرګې د وروستیو پایلو د اعلان په غبرګون کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د دوی مدارکو ته د رسېدونې په پار د ملي او نړۍوالو بنسټونو په حضور کې د ځانګړې محکمې او یا کمېټې غوښتونکي شول.

دوې معترضانې هره یوه نجیبه فایض او فاطمه مبارز خبرداری ورکوي، که حکومت د دوی غوښتنو ته پام ونه‌کړي؛ له خپلو پلویانو سره به په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون ونه‌کړي.

دا معترض نوماندان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ټاکنو وروستي پایلې نه‌ مني.

د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې نېټې ټاکنو ډېرې تخنیکي او فني ستونزې لرلې چې د وروستیو پایلو د اعلان په اړه یې لا هم اعتراضونه روان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام