وکیلان سبا پر یوې «شکمنې» رایې رای‌اچونه کوي

د ولسي جرګې غړي سبا په خپله عمومي غونډه کې د یوې «شکمنې» رایې په اړه پرېکړه کوي.

یوه رای‌پاڼه چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، ښيي چې په دې پاڼه کې د میررحمان رحماني له تصویر سره ۲ لیکل شوي او د همدې پاڼې په پای کې هم یو ټکی اېښودل شوی دی.

د ولسي جرګې ۲۷ کسیزې کمېټه چې د سه‌شنبې په ورځ جوړه شوه، پرون یې د جرګې د نصاب، یوې باطلې رایې چې اوس «شکمنه» ده او د رای‌ورکونې ورځې ټول تصویرونه بیا وکتل او نن یې د خپلې څېړنې پایلې د جرګې غړیو ته واورولې.

د یادې کمېټې یوه غړي غلام‌حسین ناصري وویل چې د کمېټې ۱۶ غړیو یوه «شکمنه» رایه سمه بللې، خو ۱۱ نورو غړیو بایکاټ کړی او د جرګې عمومي غونډې ته یې د پرېکړې لپاره د وړاندې کېدو غوښتنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې د ولسي جرګې غړي سبا د دې رایې په اړه په عمومي غونډه رایې ورکړي او خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ کړکېچ د شنبې په ورځ له هغه وروسته پیل شو چې د دې جرګې لنډمهالي رییس عطامحمد دهقا‌ن‌پور د ۱۲۳ رایو په خپلو سره د جرګې د رییس په توګه اعلان کړ چې دې کار د ولسي جرګې د نورو غړیو توند غبرګونونه را وپارول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام