د تخار کلفګان، شکمش، رستاق او چاهاب ولسوالۍ په وروستۍ یوه اوونۍ کې د نامسووله وسلهوالو ترمنځ د جګړې شاهدې وې.
سلاموطندار ته د تخار امنیه قومانداني له لوري ورکړل شوې شمېرې ښيي چې د تېرې یوې اوونۍ په جګړه کې د کلفګان، شکمش، رستاق او چاهاب ولسوالیو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د تخار په چاهاب ولسوالي کې د نامسووله وسلهوالو له لوري د ویشتل شويو راکټونو له امله لسګونه استوګنیز کورونه هم تخریب شوي او د ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي کډوال شوي هم دي.
د چاهاب یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د نامسووله وسلهوالو ترمنځ هره ورځ جګړه روانه ده، خو حکومت د دې جګړې د عاملانو د نیولو لپاره هېڅ ګام نهدی پورته کړی.
د چاهاب ولسوالي اوسېدونکي نبيالله سلاموطندار ته وویل، ښکېل لوري اوس هم چمتو دي او هره شېبه د جګړې د پيلېدو احتمال شته.
د تخار د مرکز تالقانو اوسېدونکي هم وايي چې په وروستیو ورځو کې دغه ښار هم د نامسووله وسلهوالو د موجودیت شاهد دی. د دوی په وینا، نامسووله وسلهوال په ښکاره ډول په ښار کې ګرځي را ګرځي او جنايي جرمونه هم ډېر شوي دي.
د تخار د ولایتي شورا غړی عصمت قرباني وايي، نامسووله وسلهوال د حکومت د سیمهییزې ادارې په ملاتړ ځواکمن شوي او دا چې پهدې ورځو کې تر طالبانو ډېر بد عمل کوي، خو حکومت یې د راټولولو توان نهلري.
د قرباني په خبره، قتل، غلا، او وسلهوالې باج اخېستنې په تخار کې د دغو نامسووله وسلهوالو ډلو عمده فعالیتونه دي.
د تخار امنیه قوماندان حشمت مسلم هم مني چې نامسووله وسلهوالې ډلې د حکومت د سیمهییزې ادارې لپاره سرخوږی دی، خو وايي، د دغو وسلهوالو د راټولولو لپاره د تخار ولایت په کچه وګړیزې اجماع ته اړتیا ده.
د راپورونو له مخې، که څه هم عدلي او قضايي بنسټونه لسګونه نامسووله وسلهوال د قتل، ځورونې، باج اخېستنې، انسان تښتونې او د عامه نظم په ګډوډولو تورن کسان جلب کړي، خو پولیس یې تراوسه په نیولو نهدي توانېدلي.