«په هرو ۱۰ ماشومانو کې ۸ یې د چاودنو قرباني کېږي»

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال دفتر اعلان کړی چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو پر مهال په افغانستان کې په هرو ۱۰ ماشومانو کې ۸ یې د چاودنو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په یاده خبرپاڼه کې چې د دغه بنسټ د سلمې کالیزې په پار خپره شوې لیکل شوي چې د یاد بنسټ تازه څېړنې ښيي چې ماشومان د غټانو دوه برابره د راکېټونو، هاوان او لاسي بمونو له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

د دغه بنسټ د څېړنې له مخې، په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د ملکي مرګ‌ژوبلې نږدې یو پر درې برخه ماشومان جوړوي، داسې چې په یادو کلونو کې د چاودنو پر مهال ۵۶ سلنه غټان او ۸۴ سلنه ماشومان وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ماشومان د کلونو جګړې له کبله پر رواني ناروغیو، اندېښنو او خپګان اخته شوي دي.

یاد بنسټ له افغان حکومت او په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د جګړې پر مهال د ماشومانو خوندیتوب او ساتلو ته جدي پام وکړي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه نړیوال بنسټ له افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د ماشومانو د ملاتړ اړوندو بنستونو نه هم غواړي، هغه ماشومان چې په جګړه زیانمن شوي، باید وساتل شي. دغه بنسټ له افغان دولت نه هم غوښتي چې د زیانمنو ماشومانو له کورنیو سره د مالي مرستې لپاره هم یوه تګلاره جوړه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام